دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 109104
د بندیزونو ختمیدل د موافقې اساسي ټکی دی
د ایران ولسمشر بیګا د جرمني له صدراعظمې سره ټیلیفوني خبرې اترې وکړې.
 د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني او د جرمني صدر اعظمې آنګلا میرکل په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې د ایټمي مذاکراتود وروستي حالت او د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
رپورټ زیاتوي چې په یادو خبرواترو کښې حسن روحاني د ایټمي مذاکراتو په هکله د ایران د دریځ په بیانولو سره وویل: ایران په خبرواترو کښې ضروري نرمښت راوستی دی او اوس د مقابل لوري نمبر دی چې فاینل او وروستي ګامونه پورته کړي.
د ایران ولسمشر زیاته کړه: د بندیزونو او بایکاټونو ختمیدل به د دې موافقې بنیادي ټکی وي ځکه چې د دې موافقې اساسي هدف د دواړو لورو ترمینځ د اعتماد او باور رامینځته کیدل دي.
ښاغلي روحاني د ایران او جرمني د اړیکو په هکله هم د دواړو هیوادونو په تاریخي او دودیزو روابطو اوپه دې ضرورت باندې په ټینګار سره چې پکار دي په وروستیو کلونو کښې د ملګرتیاو کمیدل جبیره شي، هیله وښودله چې په نویو شرایطو کښې د ملګرتیا او د اړیکو د پياوړتیا لپاره مناسب تحرک او خوزښت رامینځته شي.
د جرمني صدر اعظمې آنګلا مرکل هم د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته د خپل هیواد علاقه مندۍ او د دې چارې د ضرورت د تائیدولو په ترڅ کښې د ایټمي مذاکراتو موضوع ته اشاره وکړه او د مذاکراتو له بهیر او د هغو له بشپړیدو څخه د خوښۍ په ښودلو سره یې وویل: جرمني به د دې خبرواترو رغونکی ملاتړی وي ځکه چې د ایران د ایټمي پروګرام په هکله د شک ختمیدل به د ټولو په ګټه وي.
هغې همداشان د بندیزونو د ختمیدو په هکله د ایران د ولسمشر د نظر په تائيدولو سره زیاته کړه: مونږ باوري یو چې بندیزونو باید ختم شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcawon6y49nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته