دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۲۰:۱۹
د مطلب کود : 133305
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون پرون ماښام په ارګ کې د شفافیت د بین المللي بنسټ پر تازه راپور د بحث تر څنګ د ۲،۴میلیارد افغانیو په ارزښت د وزارتونو ۸ پیشنهادي قراردادونه منظور کړل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون پرون ماښام په ارګ کې د شفافیت د بین المللي بنسټ پر تازه راپور د بحث تر څنګ د ۲،۴میلیارد افغانیو په ارزښت د وزارتونو ۸ پیشنهادي قراردادونه منظور کړل. د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رئیس یما یاري په پيل کې د شفافیت د بین المللي بنسټ د " فساد سره مبارزه کې د افغانستان ژمنې، له وعدو څخه تر عمله" په نوم د تازه موندنو راپور غونډې ته وړاندې کړ. هغه زیاته کړه، د دغه بنسټ موندنو کې د ملي تدارکاتو کمیسیون له‌خوا د حساب ورکولو، په عامه تدارکاتو کې د اصلاحاتو او د سپما په برخه کې د ملي وحدت حکومت د بریالیتوبونو یادونه شوې ده. دغه راپور زیاتوي چې د ملي تدارکاتو ادارې د تدارکاتو د قانون د تعدیل او توشیح په ګډون یو لړ کلیدي اصلاحات په بریالۍ توګه پلي کړي دي. همدارنګه یاري زیاته کړه، په دغه راپور کې د ولایتونو په کچه د تداراکاتو د اصلاح او ددغه بهیر د پراختیا او پياوړتیا په موخه وړاندیزونه هم مطرح شوي دي. د هېواد جمهوررئیس د یو بین المللي بنسټ له خوا د تدارکاتو په اصلاحي بهیر کې د بریالیتونو له انعکاس څخه خوښي وښوده وې ویل، د ملي تدارکاتو اداره او نور بنسټونه باید د قراردادونو د نشرولو د ژمنې د پلې کولو په موخه چې د شفافیت او حساب ورکولو په برخه کې یو اغیزناک ګام دی هر اړخیز ګامونه واخلي. د مالیې وزیر او د تدارکاتو د کمیسیون غړي اکلیل حکیمي د یو معتبر بین المللي بنسټ له خوا تدارکاتو کې د اصلاحاتو او لاسته راوړنو پر انعکاس خوښي وښوده، زیاته یې کړه، په بروکسل کنفرانس کې د افغانستان حکومت یوه ژمنه د ۲۰۱۷کال تر پایه د ۷۵٪ قراردادونو نشرول دي، چې ملي تدارکاتو اداره او نور وزارتونه او بنسټونه باید ددغه ژمنې د تحقق په خاطر لازم تدابیر ونیسي. په دغه غونډه کې منظور شويو قراردادونو کې، د جلال اباد ـ کابل لویې لارې د ۵۰کیلومتره سړک حفظ او مراقبت، په بلخ ولایت کې د مور او ماشوم د روغتیا روغتون جوړول، له ازبکستان دولت څخه د سل زره ټنه غنمو پیرل، ملي اردو لپاره د یونیفورم ګنډل او چمتول، دلغمان له قرغیو څخه د تر مهترلام بابا پورې د سړک قرارداد تعدیل، د زابل ولایت د شاجوی سړک زماني تمدید او همدارنګه د ننګرهار ولایت د کانال د زیربنا جوړول، شامل دي. ملي تدارکاتو کمیسیون د ملي دفاع وزارت او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ادارې دا ګام چې ملي اردو ته د یونیفورم ګنډل او چمتوکولو قرارداد په پلي کېدو سره به ۶۰۰تنو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي، وستایه. غونډه کې پرېکړه وشوه، ټول قراردادیان چې دفاع وزارت سره ۱۰یا له هغه زیات قراردادونه لري باید وارزول شي. جمهوررئیس غني ټینګار وکړ، د ملي لومړیتوب پروژې باید د هېواد د قوانینو په رعایت سره پلې شي. هغه وویل، د شفافیت د لا پیاوړتیا په خاطر دې په دولتي ادارو او وزارتونو کې په قراردادونو کې انحصار له منځه یوړل شي. له بلې خوا د شبرغان د یتیم تاق سیمې د ګازو د دوه څاګانو د کیندنې، ازمیښت او تجهیز قرارداد رد شو او د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ د دهنه درې بند د جوړولو قراردادونه، د ترانس هندوکش اتصالي سړک تطبیقي سلاکار استخدام، د ملي دفاع وزارت د اطفایې تجهیزات او د څلورنیم میلیون ټوکه پاسپورټونو چاپ د لا زیاتو ارزونو لپاره بېرته اړوندو بنسټونو ته وګرځول شول. غونډې د شبرغان د ګازو څاه ګانو د کندنې قرارداد په اړه پرېکړه وکړه، چې بیا ځلي داوطلبي دې د مقید میتود څخه په استفادې ترسره شي او همدارنګه د اوبو د شپږو بندونو د تدارکاتي پروسې د ستونزې لپاره د حل لارو ترلاسه کولو په موخه یو تخنیکي او یو فوق العاده پلاوی موظف شو. د ملي تدارکاتو کمیسیون د دوبۍ، جدې، مدینې او راس الخیمه کې د اریانا افغان هوايي شرکت اړوند د الوتکو د تیلو د تدارکاتو پروسې د ارزونې په راپور بحث وکړ چې دغه راپور د قانون او تدارکاتي طرزالعملونو د نه رعایت ښودنه کوي. غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د یاد شرکت د تفتیش تر څنګ دې مسوول افراد عدلي او قضايي مراجعو ته د قانوني تعقیب او تحقیق په موخه ور معرفي شي. په دغه غونډه کې د کمیسیون له غړو سربېره، د ملي دتدارکاتو ادارې مسوولینو، د ولسي او مشرانو جرګو د ملي اقتصاد کمیسیونونو او د کاکس پارلماني شفافیت د شفافیت ناظرینو هم ګډون کړی و.
https://avapress.com/vdcawen6m49nee1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته