دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 153808
د لسبوس په ټاپو کې یو افغان لس کلن ماشوم ډوب شوی

د رپوټونو پربنسټ دغه ماشوم په یوه کوچنۍ کیښتۍ کې له ۶۶ کډوالو سره سپور و، او وروسته له هغه یې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې غوښتل يې له کیښټۍ تیښته وکړي.

دغه کوچنۍ کیښټۍ د ترکیې له څنډو د لسبوس ټاپو په لور روانه او غوښتل يې چې کډوال یونان ته ولیږدوي،خو کله چې د اروپا له سمندري ګزمې سره مخ کیږي نو د دی ویرې له امله چې بیرته یې ترکیې ته ستانه نکړي، نو کیښتۍ د بیړې له امله خپل انډول له لاسه ورکوي او د کډوالو تیښتې په وخت کې دغه ماشوم تر ښپو لاندې کیږي.

دغه ماشوم سره خپل مور،پلار او دوه کوچینو خویندو ملتیا کوله، خو کله چې مور یې ویني چې زوی ساه نه اخلي د خپل زوی له مرګ وروسته مور یې هم هڅه کوي چې ځان په اوبو کې ډوبه کړي خو د یونان ساحلي ګارد لخوا ژغورل شوې.

دغه پيښې په داسي حال کې رامنځته کیږي چې ترکیې او یونان د غیر قانوني کډوالو مخنیوې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي خو بیا د ورځې سلګونه کډوال هڅه کوي څو اروپایي هیوادونو ته د رسیدو لپاره د “اژه“ سمندر له لارې ځانونه یونان ته ورسیږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawen6a49nma1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته