دخپریدو نیټه :شنبه ۷ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۴
د مطلب کود : 147201
لوړو زده‌کړو وزارت: د ۱۳۹۵کال کانکور پایلې نن شنبه اعلانېږي

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، نن شنبه د کانکور د ازموینې پایلې اعلانېږي.

د دې وزارت ویاند، حامد عبیدي ته وویل چې د ۱۳۹۵هجري لمریز کال د کانکور په ازموینه کې د دولسم ټولګي، ۲۰۷زره فارغانو ګډون کړی و.

حامد عبیدي وویل: "د کانکور د ازموینې پروسه بشپړه شوه، د ازموینې نتیجه به نن تر غرمې مخکې اعلان شي، په دې ازموینه کې تر ۲۰۷زره زیاتو داوطلبانو برخه اخیستې وه چې ۶۲زره دولتي او لږترلږه ۳۲ زره کسان د لوړو زده کړو لپاره، نیمه دولتي موسسو ته کامیاب شوي دي."

د لوړوزده کړو وزارت ویاند، حامد عبیدي د هغو کسانو شمېر نه دی څرګند کړی چې سږ کال د لوړو زده کړو په دولتي او نیمه دولتي موسسو کې د زده کړې لپاره نه دي کامیاب شوي.

خو هغه وویل چې سږکال یې هڅه کړې چې په ازموینې کې ګډون کوونکي بې نتیجې اعلان نه کړي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند وویل چې سږ کال په افغانستان کې له خصوصي پوهنتونو سره خبرې شوې او د کانکور په ازموینه کې د پاتې شویو کسانو د جذب لارې یې برابرې کړې دي.

حامدعبیدي وویل:

"په نهایت کې، د افغانستان د لوړوزده کړو وزارت سږکال هڅه کړې چې هېڅ څوک بې نتیجې اعلان نه شي، هغه محصلین به چې دولتي پوهنتونو ته نه دي کامیاب شوي، هغوی به ټول په تخفیف یا وړیا ډول خصوصي پوهتنونو ته د زده کړو لپاره معرفي کړو."

د افغانستان د لوړوزده کړو وزارت د نوې پرېکړې پر اساس، په دولتي پوهنتونو او د لوړو زده کړو په نورو دولتي موسسو کې د محصلینو د جذبولو لپاره هرکال، د کب میاشتې په پنځه ویشتمه، د دولسمو ټولګیو له فارغانو امتحان اخلي.

دا بهیر د سرطان تر میاشتې روان وي او په اسد کې د کانکور د ازموینې پايلې اعلانوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaw0n6649nyu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته