دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 47462
په کندهار کې طالب وسله والو تېره اوونۍ ۱۱ تنه ملکیان وژلي دي
ازادی رادیو، د کندهار چارواکي وايي وسله والو مخالفانو تېره اوونۍ د دې ولايت په دوو ولسواليو کې ١١ تنه ملکيان وژلي دي.

د کندهار د امنيت امر سمونوال "رحمت اله اطرافي" وويل، دغه ملکيان په معروف او سپين بولدک ولسواليو کې په دوو چاودنو کې وژل شوي دي.

اطرافي وويل، د کندهار امنيتي چارواکو يو امنيتي پلان برابر کړى، چې له مخې يې په ټولو ولسواليو کې د دولت وسله وال مخالفان په نخښه کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauyny.49n0i1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته