دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 142927
د امریکا اطلاعات او د افغانستان اوضاع د خرابولو لپاره مقدمی جوړونه
دن کوتس، د امریکا اطلاعاتی تشکیلاتو مشر، د پنج شنبی په ورځ ددی هیواد سنا اطلاعاتی کمیتی ته وویل: د امریکا او متحدانو د نظامی مرستو ډیریدو برسیره، د افغانستان امنیتی او سیاسی وضعیت په قاطع توګه په ۲۰۱۸ میلادی کال کی به خراب سی.
دن کوتس جمهوریخواه پخوانی سناتور او د امریکا ملی امنیت سازمان مشر ددی هیواد سنا مجلس اظهاراتو په لړ کی وویل: د لاسته راغلی اطلاعاتو مطابق، افغانستان په خراب امنیتی او سیاسی وضعیت کی قرار لری او په دی هیواد کی د نظامی ځواکونو ډیریدل پردی وضعیت باندی کوم تاثیر ونه لری.
کوتس په ادامه کی وویل چی په افغانستان کی یواځی د امریکایی ځواکونو شتون کارسازه نه دی او امریکا باید منظم برنامی او پلان د شناساسی عملیاتونو او فعال جنګ حضور په لړ کی په غاړه واخلی.
شاید په یو ساده لید کی، لوړ خبر د امریکا په شان استخباراتی او اطلاعاتی قوت او توان او دقیق محاسبات وشمیرل سی او موضوع داسی بیان سی غربی دولتونه بالخصوص امریکا چی د نړۍ په سطحه دقیق جاسوسی او اطلاعاتی سازمانونه او تشکیلات لری او کوم څه د هغوی سترګو څخه پټ نه پاته کیږی او ټوله څه د هغوی تیز سترګو مخته قرار لری.
خو آیا په حقیقت سره قضیه داسی ده؛ یو څه قضیه څیړنی اوتعمیق او فکر ته اړتیا لری.
څیړنه اوتدبر ددی حقیقت شکاره کوونکی دی چی د غربی هیوادونو لکه امریکا اطلاعاتی سازمانونو په قدرت او قوت کی کوم شک نسته او دا هیوادونه نن ورځ ډیر استخباراتی او اطلاعاتی پرمختګونه او مدرن ماشینونه لری او په همدی دلیل توانیدلی چی خپل سلطه پر ټوله نړۍ بالخصوص پر ضعیفه او فقیره هیوادونو باندی وساتی او تحمیل کړی.
خو باید پوه سو چی ددی پرمختګونو او سیاسی، نظامی او اقتصادی حیطو په شتون دا په دی معنی نه دی چی د غرب سرمداران په عملیاتی او استخباراتی او اکتشافاتی برخو کی هرڅه چی ووایی او ادعا وکړی، سل په سله حقیقت ولری او هغوی د هغه په ویلو کی صادق وی.
د ډیرو غرب پوهانو په نظر بالخصوص هغه پوهان چی غربی دولتونو په نسبت استخباراتو او اطلاعاتو په محدوده کی تتبع کړی دی، غربی دولتونه په ډیرو ځایونو کی صادقانه عمل نه کوی بالخصوص هغه هیوادونو په وړاندی چی د هغوی بهره برداری کی قرار لری، د هر وسیلی څخه خپل استعماری اهدافو لپاره ګټه اخلی؛ چی دروغ وینه او صداقت پریښودنه د هغوی همیشنۍ او معمول تګلارو څخه سلطه لرونکی مقاصدونو ته رسیدو لپاره دی. 
بنا پردی د پوهانو په باور، د امریکا اطلاعاتی سازمان وړاندوینه د افغانستان امنیتی وضعیت خرابیدو په اړه په ۲۰۱۸ میلادی کال کیو یو حقیقت نه دی چی ددی هیواد پیچلی وسیلو او دقیق او منظم سیستم څخه راپورته سوی وی؛ بلکه دا وړاندوینه د امریکا د سرمدارانو او مشرانو په طرحو کی ریشه لری چی زموږهیواد د ناامنه کولو لپاره، د ۲۰۱۸ کال لپاره، تهیه او تدارک لیدلی دی.
لوړ حقیقت همغه څه دی چی ځینی پوه نمایندګان په ملی شورا کی هم هغه ته توجه کړی او هر یو په استوار ایراداتو سره، د ښاغلی کوتس نظر ردوی.
د نمایندګانو مجلس یو غړۍ دی اظهاراتو ته په غبرګون کی وویل چی امریکا، خپله منګۍ جوړونکی او منګۍ ماتوونکی دی او خپله د منګۍ خټه ده. هغه دی ته په اشاری سره چی هغه دولت مردان چی د جان کری له لوری بیمه سوی دی کوم کار نه کوی، مجلس نمایندګانو ته په خطاب کی وویل: راسۍ موږ د امریکا غاړه ونیسو چی موږ ننګین پیمان ستا سره تړلی دی، ته د افغانستان امنیت او ثبات ضامن سوی یی، اوس څنګه مخکی تر مخکی خبر ورکوی چی وضعیت ترهغه هم بدتره کیږی. دا د امریکا خپله طرحه ده چی افغانستان خرابۍ لوری ته ولاړ سی.
د مجلس نمایندګانو څهخ یو بل په دی اړه وایی: امریکا په افغانستان کی د جنګ دواړو لورو سره اړیکه لری او خپل ملی ګټی پسی ځی. امریکا شرموښ ته لم ورکوی، د چوپان سره نوحه وایی او د غل سره د جوال خوله نیسی.
د هغه څه په اساس چی وویل سو، د امریکا ملی سازمان مشر اظهارات کوم صداقت د ځان سره نه لری او دا خبری د ډیرو مغرضانه اظهاراتو په شان، یواځی او یواځی مقدمه جوړونه ده په افغانستان کی د لا بی ثباتی او ناامنی راوستلو لپاره د ۲۰۱۸ شوم کال لپاره چی زموږ رنج خوړلی خلګ په مخ کی لری.
https://avapress.com/vdcauun6049nyo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته