دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۳۲
د مطلب کود : 57902
"دلندن په غونډه کې به د سولې له بهیر سره د پاکستان پر همکارۍ ټینګار وشي"

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا په دریمه درې اړخیزه غونډه کې به د درو سرو هیوادونو او په سیمه کې د بیلا بیلو مسایلو د همکاریو په اړه خبرې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ دغه درې اړخیزه غونډه به نن او سبا دوام وکړي او د افغانستان د سولې په موضوع کې به د پاکستان پر لا ډیرې همکارۍ ټینګار وشي.

"بریتانیا د پاکستان له اسلامي جمهوریت سره هم له تاریخي پلوه ډیرې نږدې اړیکې لري او هم یې موجوده اړیکې ټینګې دي، هیله من یم چې هم د بریتانیا دا نږدې والی او هم هغه دوستانه او ستراتیژٍیکې اړیکې چې له بریتانیا سره یې افغانستان لري؛ د افغان د دولت او خلکو د سولې له پروسې سره د پاکستان د لا ډیر تفاهم او عملي ملاتړ سبب شي."

د افغانستان، پاکستان او برتانیا ترمنځ لومړۍ درې اړخیزه غونډه د تیر کال د جولای په میاشت کې په کابل او دوهمه یې په واشنګټن کې جوړه شوې وه.

د راپورونو له مخي په دواړو پخوانیو غونډو کې درو سرو هیوادونو له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې او د افغانستان د سولې پر مساله ټینګار کړی؛ خو کارپوهان وايي، پاکستان خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون پر سر درېم پړوا خبرې هم د تیرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې شوي.

د دې وزارت ویاند جانان موسی زي که څه هم د دغو خبرو په اړه ډیر معلومات ورنه کړل؛ خو په خبره یې چې درېم پړوا خبرې هم د پخوانیو دوو په ډول په مثبت ډول پرمخ تللي دي.

"د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي تړون پرسر خبري دوام لري؛ د پنجشنبې په ورځ د دغو خبرو درېم پړاو ترسره سو او لکه څنګه چې مو په اول کې موافقه سره کړې؛ د امنیتي موافقتنامې په اړه ټولي رسمي خبرې به په کابل کې کیږي.

لوموړی، دوهم او دریم پړاو خبرې چې تراوسه شوي، په ډېره مثبت او دوستانه ډول شوي، هیله لرو، چې دا خبرې ادامه ولري او کله چې موږ یوې نتیجې ته ورسیږو؛ چې تفصلات یې اعلان کړو هغه به له تاسو سره شریک کړو."

خو د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په مخکې لوی خنډ؛ په دې هیواد کې د امریکايي ځواکونو قضايي خوندیتوب دی؛ چې که په افغانستان کې که کوم عسکر جرم وکړي نو په دې هیواد کې به محاکمه کیږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې دغه موضوع به افغان ولس ته پرېږدې او لویه جرګه به یې په اړه پریکړه کوي.

که دغه امنیتي تړون لاسلیک شي، نو له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته به هم د امریکا یو شمیر عسکر په افغانستان کې پاتې شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauonm.49n0w1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته