دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 145122
د ولسي جرګې لومړی مرستیال د کابل د وروستیو پېښو په غبرګون له جرګې ووت

د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال، د چهارشنبې په ورځ د جرګې له عمومي غونډې د کابل ښار د وروستیو ناامنیو او د دولت له لوري د تدابیرو د نه‌موجودیت په غبرګون کې ووت.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې په دې ورځ‌یې د جرګې مشري هم کوله، د کابل ښار د وروستیو ناامنیو په غبرګون کې د اعتراض په توګه د غونډې له تالاره ووت.

ده وویل، په کابل ښار کې د څه باندې دوو اوونیو پرله‌پسې نا امنیو پر وړاندې د حکومت د کمزوري عمل او د خلکو اعتراضونو ته د مناسبو ځوابونو د نه‌ورکولو له امله نننۍ غونډه پر مخ نه‎شي وړی.

ښاغلي همایون زیاته کړه: "د ولسي جرګې د عزت په خاطر، د دې اوونۍ د ټولو شهیدانو په خاطر چې د چهارشنبې د ورځې په پېښه، د جمعې د ورځې په مظاهره، د ایزدیار د زوی د جنازې په مراسمو او د الزهرا په جومات کې شهیدان شوي، له غونډې وځم او ستاسې څرګندونو ته ځواب نه‌وایم."

د ولسي جرګې د کورنیو اصولو له‎مخې د جرګې رئيس باید د جرګې د غړو له ازادو بحثونو، انتقادونو او وړاندیزونه وروسته، مطرح شوې موضوع‌ګانې راټولې او د هوارولو لپاره‌يې د جرګې اړوندو کمېسیونونو او یا دارالانشاء ته سپارښتنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جوزا په ۱۰مه د کابل ښار په زنبق واټ کې د موټر بم چاودنې، د امنیتي ځواکونو په خبره، څه باندې ۱۵۰ کسان ووژل او شااوخوا ۴۰۰یې ټپیان کړل.

له یادې پېښې دوه ورځې وروسته یعنې د شنبې په ورځ، د امنیتي او کشفي ارګانونو د کمزورو اقداماتو د غندلو او د دغو ځواکونو له‎خوا د پېښې د عاملینو د ډېر ژر موندلو په خاطر جوړه مظاهره په تاوتریخوالي واوښته چې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد علم ایزدیاز زوی په‌کې ووژل شو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaumn6u49ny61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته