دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 153925
ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱.۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د ۱.۳ میلیارد افغانیو په ارزښت د لاندې ۱۰ پروژو تړون منظور شو.

•        د کابل د طبي پوهنتون د علي اباد روغتون  د سرطان د درملنې مرکز د ودانۍ جوړولو قرارداد؛

•        د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ودانۍ جوړولو قرارداد؛

•         د بلخ پوهنتون د طب پوهنځي د ودانۍ جوړول، 

•        د کابل ښار د ۱۷ناحیې اړوند د بوستان سیمې سړک جوړول؛

•        د هرات ولایت په شینډنډ ولسواکۍ کې د ۱۰ کیلو متړه سرک جوړول؛

•        د جوزجان ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون جوړول

•         د سردار محمد داوود خان روغتون د ترمیماتي چارو پروژه په مشروط ډول  منظور شوه؛

•         دکورنیو چارو وزارت د عمومي مخابرې ریاست د اړتیا وړ ۱۹ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلوتدارک؛

        

•        د ملي اردو د قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا وړ دوه قلمه سون توکوتدارک؛

•        د چارو ادارې ریاست د اړتیا وړ یو عرادې مو ټر تدارک؛

سربېر پر دې ملي تدارکاتو کمېسیون د پروان ولایت چاریکارو ښار د اوبو رسولو شبکې د جوړولو پروژې د مودې تمدید منظور کړ.

د کلیوپراختیا وزارت د اړتیا وړ پایپونو د تولیدپه برخه کې د قراردادي شرکتونو د پانګونې خبر هم ورکړ او د کمېسیون د لارښونې د تحقق په اړه یې چې په یاده پروژه کې دې د امکان تر بریده له داخلي تولیداتو ګټه واخیستل شي، هم ډاډ ورکړ.

جمهوررئیس غني، د قراردادي شرکت دغه اقدام وستایه، خو ټینګار یې وکړ چې  پر ټاکلي وخت د دغې پروژې بشپړولو ته دې پام وشي، ځکه د چاریکار ښار اوسېدونکي اوبو ته زیاته اړتیا لري.

له بلې خوا، ملي تدارکاتو کمېسیون د  ۱۲۱ عرادې امبولانسونو په اړه د عامې روغتیا وزارت د قرارداد وړاندیز رد کړ او ټینګار یې وکړ،  له ازبکستان سره دولت په دولت قرارداد په برخه کې دې بیا کتنه وشي او که شرکتونه راځي، نو باید په رقابتي ډول وي.

له بلې خوا د کابل ښاروالۍ د اړتیا وړ ۲۲ عرادې کرولا موټرونو د قرارداد وړاندیز د زیاتې ارزونې په موخه بېرته ور وګرځول شو او همداراز د کندهار ۳۵۰ بستریز روغتون لپاره د اضافه کارۍ د منظورۍ په اړه د عامې روغتیا وزارت د قرارداد وړاندیز د بودجې په رڼا کې د  بحث لپاره مالیې او اقتصاد وزارتونو ته وسپارل شو.

په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون پر رئیس او غړو سربېره د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون په ګډون ملي او بین المللي څارونکو، د ملي شورا د ملي اقتصاد کمېسیون، له اداري فساد سره د مبارزي پارلماني کاکس، سیګار،  د غوڅ ملاتړ سیستیکا، له فساد سره د مبارزې شبکې او د افغانستان د څار بنسټ څارونکو هم حضور درلود.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauen6m49nmo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته