دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 141324
د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ځمکو او اوبو عالي شورا غونډه جوړه شوه
د ځمکو او اوبو عالي شورا غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
غونډې د سېلاب د مدیریت ملي پالیسي، د قبالې د اجرا او ثبت د مقررو، د امتدادي پروژو د استملاک، د ښاري غیر رسمي ساحو د ثبت مقررې، د زمینداري معلوماتو د برابرولو مرکز د ایجاد طرحې، د شکایتونو د اورېدلو، فساد سره د مبارزې او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د فعالیت د جواز طرزالعمل او د اوبو منابعو څخه د استفادې د اجازه نامې په اړه بحث او خبرې وکړې.
په پیل کې د انرژۍ او اوبو وزارت مسوولینو د سېلابونو د مدیریت ملي پالیسي د سېلابونو د ډولونو، اغېزو او لاملونو د زیاتوالي ، د سېلابونو دکمولود موجوده شېوې، د پالیسۍ تدوین، د افغانستان دریایي حوزې، د خلکو د مشارکت او ونډې او د سېلابونو د خبر ورکولو او وړاندوینې د مرکز ایجاد تر عنوانونو لاندې مطرح کړه.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي وویل، اړینه ده چې طبیعي پېښو سره د مبارزې مدیریت د هېواد د ښاروالیو چوکاټ کې ایجاد شي او د طبیعي پېښو لکه زلزلې او سېلابونو پرمهال زیانمنو شویو ته د خدماتو د رسولو تیاری ولري.
د جمهور رئیس سلاکار عباس بصیر په دې اړه وویل، د پالیسۍ متن کې دې د اقلیم د بدلون موضوع ته پام وشي او اسیب پذیرې نقطې دې مشخصې او ماتېدونکې څنډې دې هم مدیریت شي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل وویل، د ښارونو ماسټر پلان کې باید د اوبو مسیر مشخص او په پام کې ونیول شي تر څو په راتلونکي کې هېوادوال له زیانونو څخه په امان وي.
د ځمکو خپلواکې ادارې رئیس جواد پیکار په دې برخه کې د سکتوري ادارو رول مهم وباله وې ویل، د دې ادارو د لیدلوري شریکول د جامع پالیسۍ جوړولو کې مرسته کولای شي.
جمهور رئیس غني په یاده موضوع د بحث پرمهال وویل، د افغانستان د سیندونو برخه کې معلوماتي خلاوې وجود لري او د سیندونو لپاره باید تفصیلي موډلونه جوړ شي. هغه زیاته کړه، استرالیا ته د سفر او د هغه هېواد مسوولینو سره د اوبو د مسایلو په اړه د بحث پرمهال هغه هېواد تیار دی چې افغانستان سره د سیندونو او بندونو د واضح موډل جوړولو کې همکاري وکړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، د اقلیم بدلون یوه مهمه موضوع ده او داقلیم د بدلون ، اوبو او ځمکې مدیریت درې اساسي او بنیادي عناصر دي چې باید جدي پام ورته وشي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، د سېلاب د خطرونو د مخنیوي لپاره باید اقدامات وشي او د اوبو د مدیریت لپاره لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه په پام کې ونیول شي. هغه د ادارو د لیدلورو شریکول او په مهمو موضوعاتو بحث د شوراګانو د ایجاد موخه وبلله.
د افغانستان د ځمکو ادارې مسوولینو د قبالې د اجرا او ثبت مقرره چې په درې څپرکو او ۲۵ مادو کې، د امتدادي پروژو د استملاک مقرره په درې څپرکو او ۳۱ مادو او د ښاري غیر رسمي ساحو د ثبت مقرره په پنځه څپرکو او ۲۶ مادو کې ترتیب کړې وې، د بحث لپاره وړاندې کړې.
د هېواد د ځمکو ادارې عمومي رئیس جواد پیکار وویل، د قبالې ثبت کې به د بېلابېلو هېوادونو له موډل څخه استفاده وشي تر څو خلک په لږ وخت کې دخپل ملکیت خاوندان شي.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي د برابرې شوې طرحې هرکلی وکړ وې ویل، ښه ده چې یاده طرحه د ښاروالیو رول هم په پام کې ونیسي.
د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش د پالیسي او مقررو برابرولو کې د هېواد د ځمکو ادارې اقدامات موثر وبلل او وې ویل، نورې ادارې باید د ځمکو ادارې په څېر کار وکړي. هغه زیاته کړه د ځمکو اداره ډېر ملاتړ ته اړتیا لري او د مقررو او قوانینو د تطبیق په خاطر باید د تشکیلاتو او متخصصو افرادو د جذب برخې ته جدي پام وشي.
د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او د ادارو تر منځ په زیاته همغږۍ یې ټینګار وکړ.
د هېواد جمهور رئیس په دې باره کې څرګنده کړه، چې د مصئون ملکیت لرل د حکومت له مهمو موخو څخه دي او واضح طرحه دې وجود ولري تر څو هر وطنوال ځان د مصئون ملکیت لرونکی احساس کړي. هغه زیاته کړه، د ځمکو د استملاک مقرره د محتوا له نظره ستونزه نه لري، اما د غیر رسمي ساحو مقرره زیاتې مطالعې او دقت ته اړتیا لري.
د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش وویل، موږ د سیستم د بدلون حالت کې یوو او د ټولو مقررو او پالیسو د اجرا اولویت بندي او زمان بندي باید وشي او د جمهور رئیس په ملاتړ دا بهیر چټکېږي.
د اجنډا بله برخه کې د زمینداري معلوماتو برابرولو مرکز ایجاد، د شکایتونو اورېدلو، فساد سره د مبارزې او د ځمکې د غصب د مخنیوي طرحه چې د ځمکو ادارې له لوري مطرح شوه بحث ورباندې وشو.
د ځمکو ادارې مسوولینو وویل، د معلوماتو د وړاندې کولو، شکایتونو اورېدلو، فساد سره د مبارزې او د ځمکو د غصب د مخنیوي یو مرکز به ایجاد شي چې د دې مرکز عمده موخې به له ادارې سره د هېواد له داخل او بهر څخه د اړیکو تامین او د پانګونو په اړه د معلوماتو برابرول، شکایتونو ته رسیدګي، د مالکیت حق تامین، اداري فساد سره مبارزه، د ځمکې د شخړو احصایې ثبت، د خدماتو ښه والي کې د وړاندیزونو ثبت وي.
د هېواد د ځمکو ادارې عمومي رئیس جواد پیکار وویل، جامع ډیټابیس په پام کې نیول شوی چې ثبت شوي معلومات تجزیه او هغه له بېلابېلو ادارو په ځانګړي ډول څارنوالۍ سره د وطنوالو شکایتونو ته د رسیدګي په موخه شریکوي.
جمهور رئیس غني د دې طرحې هرکلی وکړ وې ویل، یاده طرحه منظور ده او د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره باید جدي تدابیر ونیول شي ، ځکه د ځمکې غصب په هیڅ وجه قانوني کېدای نشي.
د فعالیت د جواز طرزالعمل او د اوبو منابعو څخه د استفادې اجازه نامه چې په شپږ څپرکو او ۳۴ مادو کې ترتیب شوې وه د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني غونډې ته وړاندې کړه.
د ښار جوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري د یاد طرزالعمل هرکلی وکړ وې ویل، د هغه د لا بډاینې لپاره زیاتو بحثونو ته اړتیا ده.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي په دې اړه وویل، جواز دې واحده مرجع ووېشي، تر څو د مراجعینو او غوښتونکو د سرګردانۍ مخنیوی وشي.
د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش هم خبرې وکړې وې ویل، دا موضوع له یو داخلي طرزالعمل څخه پراخه ده او یاد طرزالعمل باید په یوه مقرره بدل شي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د دې طرزالعمل حقوقي ستونزې دې وارزول شي، ځکه د اوبو مدیریت مهم دی او باید مشخص شي چې څنګه له سطحي او زیرزمیني اوبو څخه موثره ګټه اخیستل کېدلی شي. هغه په دې اړه لارښوونه وکړه چې د جمهوري ریاست د دویم مرستیال محمد سرور دانش تر مشرۍ لاندې دې ګډه کمېټه د جواز د ورکولو د څرنګوالي په اړه کار وکړي.
د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش د تخنیکي پوهې لرل او په دې برخه کې بین الوزارتي کار مهم وباله وې ویل، اړتیا ده چې په دې اړه د ادارو موثریت وسنجول شي. هغه زیاته کړه، د اوبو د مصرف په اړه باید دقت وشي او له اوبو څخه د سپما انګېزه باید ټولو وطنوالو ته بنسټي .شي تر څو په راتلونکي کې د اوبو د کمبود ستونزې سره مخ نشي
https://avapress.com/vdcau6n6y49nye1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته