ارګ په ډاګه کړې، چې نن ماښام ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په فوق العاده ناست کې د ګډون لپاره د ترکيې پلازمېنې استانبول ته روان شو.
د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر غني به په یاده ناسته کې د ګډون ترڅنګ د غونډې ګډونوالو ته د امریکا لخوا بیت المقدس ته د سفارت د لیږدولو په اړه د افغانستان د حکومت او خلکو اندېښنه په ډاګه کړي.
له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، د ولسمشرۍ د عالی مقام سلاکار فضل محمود فضلي او د ولسمشرۍ د ستراتیژیکو اړیکو او رسنیو د ریاست مرستیال محمد هارون چخانسوري مله دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)