د کورنیو چارو وزارت په پلازمېنه کابل ښار کې د انتر کانتیننټال هوټل پر وداني د برید او تلفاتو په هکله تازه جزئایت خپاره کړې دي.
د کورنیو چار وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د حقاني شبکې اړوند وسله والو د شبنې په شپه د انتر کانتیننټال پر هوټل ډلییز برید پیل کړل چې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۸ کسا وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې ۴ افغانان او ۱۴ بهرني وګړي شامل دي او په دغه برید کې لر تر لږه ۹ کسان ټپيان هم شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، استخباراتي موندنې ښیي چې دغه برید د حقاني شبکې له خوا د ډیورنډ کرښې هاخواه پلان شوې وه.
د برید مسئولیت په افغانستان کې د طالبانو وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې پر انتر کانتیننتال هوټل ډلییز برید د طالبانو پنځه وسله والو له خوا ترسره شوې چې په ترڅ کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه په یوه بیان کې لیکلي چې « بریدونه د ۵ تنو استشهادي مجاهدینو (بلال، ایوبي اوخلیل د کندهار، بشر د فاریاب او عبید د غور ولایت اوسیدونکو) لخوا چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو د خاصو تکتیکونو په کارولو سره ترسره شول.»