دخپریدو نیټه :شنبه ۸ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۰۵
د مطلب کود : 97809
نور: ډېر ژر به د رایو د تفتیش او ابطال بهیر بشپړ شي
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي؛ ډير ژر به د جمهوري ریاست انتخاباتو د رایو د تفتیش او ابطال بهیر بشپړ شي.
د دغه کمیسیون ویاند نور محمد نور نن خبریالانو ته په خبرو کې که څه هم د کومې نیټې یادونه ونه کړه؛ خو په وینا یې ښایې تر راتلونکو پنځو یا شپږو ورځو پورې د انتخاباتو نتیجه څرګنده شي.
"د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له خلکو څخه یوازې څو محدودې ورځې غواړي. دا څو محدودې ورځې به هیڅکله اونیو او میاشتو ته ونه غځیږي."
نوموړي وویل، چې تر اوسه د جمهوري انتخاباتو د رایو ۱۸۴۶۴ صندوقونه تفتیش شوي چې؛ دا د ټولو رایو څه باندې اتیا فیصده جوړوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaoano.49n0w1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته