دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۵۱
د مطلب کود : 141694
په شیندند کی د طالبانو څخه اوه پنځوس تنه وژل سوی او ټپیان
د هرات ولایت شیندند ولسوالی څخه د رارسیدلو خبرو په اساس، ۵۷ تنه طالبان په خپلو کی په نښتی سره وژل سوی او ټپیان سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرله مخی، جیلانی فرهاد د هرات ولایت والی ویاند وایی چی لږترلږه ۵۷ تنه د طالبانو څخه په خپلو کی نښتی سره په شیندند ولسوالی کی ټپیان او وژل سوی دی.
هغه زیاته کړه: دا نښته د ۲۴ ساعتونو په جریان کی په خفیان او بلندک او شیرآباد او ده امان کی ترسره سوی دی چی د ۲۵ تنو وژل کیدو او ۳۲ تنو ټپیان کیدو لامل سوی دی.
د هرات والی ویاند زیاته کړه چی هراس افګنان امنیتی ځواکونو باندی هم برید کړی وو چی د امنیتی ځواکونو تهاجمی برید سره بیرته شاته وتومبول سو.
فرهاد وایی: په دی نښتو کی د ملاصمد کسانو څخه ۱۸ تنه وژل سوی او ۲۳ تنه نور هم ټپیان سوی دی.
د هرات والی ویاند وایی، د ننګیالی کسانو څخه ۸ تنه وژل سوی او ۹ تنه نور هم ټپیان سوی دی.
دا په داسی حال کی دی چی د ځینو خبرونو په اساس د طالبانو ترمنځ نښته کی، د غیری نظامی کسانو څخه ټپی او یو انجلۍ هم ژوند د لاسه ورکړی دی.
https://avapress.com/vdcao6n6y49nyi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته