دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 151495
مسقط کې د افغان سولې په اړه نن خبرې کیږي

دغه غونډه نن د افغانستان، پاکستان،چین او امریکا د استازو په ګډون د عمان په پلازمنیه مسقط کې ترسره کیږي.

دا څلور اړخيزې ناستې نږدې دوه کاله مخکې پیل شوې، په دغو خبرو اترو کې ګډونوال هېوادونه که څه هم په افغانستان کې سوله غواړي خو د پاکستان نه ریښتینولۍ له امله دغه بهیر وځنډید.

په دغو خبرو اترو کې د افغانستان او پاکستان په ګډون دوه ځواکمن هېوادونه - امریکا او چین - د دواړو لورو د ژمنو د تضمین لپاره ګډون لري.

اوس دا خبري په داسي حال کې پیلیږي چې د د پاکستان د لوی درستیز قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د لوړ ‌پوړو پوځي چارواکو یو پلاوی کابل ته په رسمي سفر راغی او له افغان ولسمشر سره يې خبرې وکړې.

د افغانستان او سیمې لپاره د ډونلډ ټرمپ له ستراتیژۍ وروسته دا غونډه جوړېږي چې پر پاکستان فشار زیات شوی.

کارپوهان فکر کوي چې د دغې ناستې لویه موخه به د سولې د خبرو اترو لپاره د لومړنيو ګامونو د اوچتولو لپاره لار هوارول وي او غېز به يې د دغو ژمنو د عملي کېدو په څرنګوالي پورې تړلی وي.

په ورستي خبر کې بیا د برتانیا د ټایمز ورځپاڼې له وسلوالو طالبانو سره د روسیې د اړیکو او مالي مرستو په اړه خبر لیکلی او ادعا کوي چې د روسیې اسختبارات له غیر مستیقمو لارو په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو مالي ملاتړ کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcao6n6m49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته