دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۰۸
د مطلب کود : 154852
کندهار کې د پولیو یوه بله پیښه ثبت شوې

 د کندهار په ولایت کې روغتیایي چارواکي وايي، د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو نوې پیښه بیا د دغه ولایت د شاولي کوټ په ولسوالۍ کې ثبت شوې، چې ورسره په روان ۲۰۱۷ کال کې په کندهار کې د پولیو د ثبت شوو پیښو شمیر پنځو او په افغانستان کې دولسو ته ورسید.
 
د پولیو دا پېښه د کندهار په شمال کې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په کړوي سیمه کې ثبت شوې.
 
د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې ګوزڼ وهلی ماشوم ۲۲ میاشتنی هلک دی چې د پولیو ضد هیڅ واکسین يې ندی اخیستی.
 
نوموړي زیاته کړه چې د کړوي سیمه په مسلسله توګه له واکسین څخه محرومه شوې او لاهم هلته د پوليو واکسین پر وړاندي خنډونه موجود دي.
 
ډاکټر پخلا وویل " ماشوم هلک حاجي ګران نومیږي ۲۲ میاشتنی دی د کړوي د کلي اوسیدونکی دی او د پوليو ضد واکسین يې ندی تر لاسه کړی، سیمه کې د فبروري د میاشتی را وروسته پر کمپاینونو باندي بندیز دی".
 
سږکال په کندهار کې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د ماشومانو د ګوزڼ تر ټولو زیاتي پېښي لري.
 
په کندهار کې د ګوزڼ ټولې پنځه پېښي ثبت شوي چي څلور يې په دغه ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.
 
دا ولسوالۍ کندهار له زابل او ارزګان ولایتونو سره نښلوي.
 
د کندهار د عامي روغتیا رئیس د ماشومانو د ګوزڼ وروستۍ پېښي ډیري د اندېښنې وړ بولي او په جګړه کې د ښکېلو خواوو څخه غواړي چې د ماشومانو د روغتیا ساتلو لپاره دي د پوليو پرضد له کمپاینونو سره مرسته وکړي.
 
په جنوب کې د پولیو پرضد د همږغۍ د مرکز یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د دولت د وسله والو مخالفینو يو شمېر سیمه ییز قومندانان د خپلو غوښتنو د عملي کولو په موخه د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د پولیو د واکسین کمپاینونو ته اجازه نه ورکوي.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونسیف د پوليو د پروګرام ویاند سید کمال شاه امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د پوليو ناروغي په جنوب کې د ډيرو ماشومانو روغتیا ګواښي او په لمنځه وړلو کې يې د ټولو خواوو همکاري اړینه ده.
 
ښاغلي کمال شاه وویل " د پوليو ګډ پروګرام په اړه له روان حالت څخه اندېښنه لرو او دې حالت ته د تغیر لپاره باید زمینه برابره شي چې تر وروستي ماشوم پورې هم د پوليو واکسین ورسیږي".
 
په کندهار کې د پوليو له وروستۍ پېښې سره په افغانستان کې د پولیو د ټولو پېښو شمېر ۱۲ ته ورسید چې پنځه يې په کندهار، دوه په هلمند، یوه په زابل، درې په ننګرهار او یوه هم په کندز ولایت کې ثبت شوې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamyn6u49nma1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته