دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۱
د مطلب کود : 134656
جنرال جیمز متیس ( لیونی سپی ) د امریکا د دفاع وزیر کیږی
د امریکا انتخاب سوی رییس جمهور دونالد ترامپ اعلان وکړ چی د دریایی ځواک خلعه سوی جنرال، جیمز متیس معروف په لیونی سپی ددی هیواد د دفاع وزیر کیږی.
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی، جنرال متیس د افغانستان او عراق د جنګ په برخه کی پوره آشنایی لری او وروسته دماموریت دوره څخه یی خلعه سوی وو.
دونالد ترامپ په یو مراسم کی په سینسیناتی کی اعلام وکړ: موږ به متیس د دفاع د وزیر په حیث معرفی کړو.
۶۶ کاله جیمز متیس چی د دونالد ترامپ د دفاع د وزارت په حیث معرفی سوی دی، ډیری وخت ډیر مهم نظامی مسؤولیتونه درلودلی دی.
د هغه آخرنی نظامی سمت، د امریکا د ارتش د مرکزی ستاد ځواکونو فرماندهی په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کی دی.
هغه په ۲۰۱۰ کی د جنرال دیوید پترائوس ځایناستی سو او په دی دلیل چی یو ښځی ته چی دهغه سره په اړیکه کی وو محرمانه استخباراتی معلومات ورکړی وو، د خپل سمت څخه استعفا ورکړ.
جیمز متیس همدارنګه د بوش د دولت د حملی په وخت کی پر عراق باندی، د امریکا د دریایی لومړی لشکر فرماندهی په عهده درلودی، هغه همدارنګه د امریکا دحملی په وخت کی پر افغانستان باندی هم د ځینو امریکایی ځواکونو فرماندهی کوله.
https://avapress.com/vdcamyn6i49nei1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته