دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۲۰:۲۹
د مطلب کود : 134151
د بشري حقونو د څار بنسټ د سې‎شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې له افغان حکومت څخه غوښتي دي چې د شیعه مذهبو د ولسي غونډو په لړ کې د غوره امینت د ټښنګت په موخه یو امنیتي پروګرام ته پراختیا ورکړي. دغه خبرپاڼه له هغې وروسته خپرېږي چې یوه ورځ وړاندې دغه شان یوه غونډه د یوه برید موخه ورګرځېده. په دغې پېښه کې کابو ۳۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۵۰ تنه نور ټپيان شول چې د قربانیانو په منځ کې ماشومان هم شامل وو. له څلورو میاشتو راهیسې څو خونړي بریدونه ترسره شوي دي چې په دغو پېښو کې څه باندې ۵۰۰ تنه وژل او ټپيان شوي دي. ترهګر چې د دوی په خپله وینا د داعش غړي دي د دوشنبې د برید پړه منلې او د روان زیږدیز کال د جولای میاشتې راهیسې دا څلور ځل دی چې په افغانستان کې د شیعه ټولنې پر مذهبي غونډو بریدونه کوي. دغې ډلې همدارنګه ادعا کړې چې د روان زیږدیز کال د اکټوبر په ۱۱ او ۱۲ په کابل کې د عاشورا پر مراسمو هم دوه بریدونه ترسره کړي دي او همدارنګه په بلخ ولایت کې هم یو برید ترسره کړی چې په هغه کې کابو ۳۲ تنه ووژل شول. د دغې خبرپانې پر بنسټ،داعش ډلې همدارنګه د روان زیږدیز کال د جولای په ۲۳ مه د هزاره ګانو پر یوې غونډ‌ې برید پړه هم منلې چې په هغه کې کابو ۸۵ تنه ووژل شول او ۴۱۳ تنه نور ټپيان شول. دغه پېښه په افغانستان کې له ۲۰۰۲ زیږدیز کال څخه وروسته تر ټولو خونړی برید وه. په افغانستان کې د بشري حقونو د څار لوړپوړی څارونکی پټریګا ګاسمن،په دې اړه وویل:«چې داعش ډلې پر شیعه ګانو خپلو نامشروع او زړه بوږنوونکو بریدونو ته زیاتوالی ورکړی او هر ځای یې ناامنه کړی دی.» هغه زیاتوي:«افغان حکومت،شیعه مشران او د مدني ټولنې ډلې باید له یو بل سره کار وکړي ترڅو په افغانستان کې د شعیه ګانو د مذهبي غونډو د امنیت د تأمین او پياوړتیا لپاره څرګنډې لارې پیدا او هغه عملي کړي.» د بشري حقونو د څاربنسټ وايي چې د ټولو افغانانو لپاره امنیتي وضعیت کړکېچن دی او د خرابېدو په حال کې دی او ترهګر له افغانانو درنې قربانۍ اخلي. دغه بنسټ وايي:«په ګاونډي هېواد پاکستان کې د هزاره ګانو ستونزه د فرقې پالنې تاوتریخوالي د ګواښونو ښودنه کوي. د پاکستان ځینې برخې چې هزاره ګان په کې ژوند کوي له یوې لسیزې راهیسې د لشکر جنګوي ترهګرې ډلې له درنو بریدونو سره مخامخ دي.» په دغې خبرپاڼه کې راغلي دي:«په ۲۰۱۱ زیږدیز کال لشکر جنګوي په افغانستان کې په سترو غونډو بریدونه ترسره کړل.د هغه یو یې د عاشورا پر مراسمو ترسره شو څه باندې ۶۰ تنه یې ووژل،له هغه مهال راهیسې،نورو ډلو دې ته ورته بریدونه په افغانستان کې ترسره کړل چې په یوې له دغو بریدونو کې ترهګرو موټر ودرول او د مسافرو له منځه هزاره ګان یې په ګوته او وروسته یې هغوی ووژل.»
https://avapress.com/vdcamyn6649ne61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته