دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 112056
د نوبل د اقتصاد د جایزې ګټونکی امریکایی په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو
ناش په نیوجرسي کې له خپلې مېرمنې سره په یوه ټکسي کې ناست و چې د ډرېور له لاسه د موټر اختیار ووت او د سړک د څنګ له دېوال سره ولګېد.
پولیس وايي، شپږاتیا کلن ناش او مېرمن یې الیسیا چې دوه اتیا کلنه وه؛ د ټکر په نتیجه کې له موټر رالوېدلي او مړه پر سړک پراته وو.
جان ناش چې د ریاضي علومو یو اکاډیمیک و؛ په ۱۹۹۴ کال کې د ګېمونو یا لوبو د تیورۍ او د تصمیم نیولو د ریاضي په اړه د کار لپاره د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزه ګټلې وه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcamun6i49n6w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته