دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۳:۵۶
د مطلب کود : 136654
د تروریستانو په لمنځه وړلو کی تبعیض!
د داعش تر نامه لاندی د ننګرهار په ولسوالی کی د ناځوانه حملی وروسته چی د هغوی پواسطه ځینی کورونه وسوځول سو، ولس مشر؛ محمد اشرف غنی د امنیتی ځواکونو څخه چی په پوځ او پولیسو کی دی غوښتی دی او په حقیقت کی هغوی ته امر کړی دی چی تروریستان له منځه یوسی.

د هیواد لنډ مدته تاریخی حافظه په ښه توګه په یاد لری چی د داعش په نامه مخکنی حملی د ننګرهار په ولایت کی د اچین په ولسوالی کی چی ځینی بی ګنا هموطنان په شهادت ورسوله او داعش تروریستان په یاد سوی ولسوالی کی د خپل ځان لپاره دفتر او دیوان منځته راوړه او داسی په نظر راتله چی داعش او دهغه خارجی ملاتړ کوونکی، یادسوی ولسوالی د خپل تروریستی ځواکونو د زده کړی ورکونی د پایګاه په عنوان په نظر کی نیولی وو.

د اچین ولسوالی خراب اوضاع په همغه وخت کی ددی باعث سو چی رئیس جمهور د یو حکم په صادرولو سره د هیواد امنیتی ځواکونو ته امر وکړی چی سریع عمل ته وارد سی او د یو اوونۍ په جریان کی په ننګرهار کی داعش له منځه یوسی؛ که څه هم د ښاغلی غنی د نظر په اساس په اچین کی داعش په یوه اوونۍ کی له منځه نه ولاړ او ددی ډلی په وړاندی عملیات ډیر وخت په بر کی ونیوله؛ خو په آخر کی لکه څنګه چی رییس جمهور غنی غوښتۍ وو داعش هلته په شدت سره له منځه ولاړ.

د داعش نوی شرارتونه د ننګرهار د کوت په ولسوالی کی دا حکایت لری چی دا ډله لکه څنګه چی باید له منځه تللی وای، لمنځه نه دی تللی او دا سرطانی ریشه همداسی د ننګرهار نورو ولایتونو خلګو ته زیان رسوی.

په دی ټولو سره دا چی د داعش سره د امنیتی ځواکونو مبارزه تر کومه زموږ د خلګو قناعت حاصل کړی دی او که نه، داسی موضوع دی چی په هغه کی هیڅ شک نه سی ځاییدلای؛ دښاغلی غنی نوی قاطعیت د داعش تروریستی ډلی سره په مبارزه کی دی.

که څه هم د داعش په وړاندی د مبارزی لپاره د دولت پر خبرو باندی ډیر خبری سوی دی او ‌ډیر نیوکی سوی دی او ددولت سران دداعش د منځه نه تلو  لپاره تر پوښتنی لاندی راغلی دی او هغوی ددی لپاره تورنوی؛  خو په هر حال کی، نه سو کولای د رییس جمهور جدیت او دهغه په پسی د امنیتی ځواکونو دعمل شدت په ننګرهار کی د اچین په ولسوالی کی نادیده ونیسو.

خو هغه پوښتنه چی د خلګو په ذهن کی وجود لری او هر وخت د خلکو د رنج سبب ګرځیدلی دی چی دولت ولی د شورشیانو او تروریستانو ترمنځ په هیواد کی توپیر کوی او ولی رییس جمهور د داعش تروریستی ډلی په وړاندی د عمل شدت والی شکاره کوی او د طالبانو په وړاندی چی داعش په شان فکر او عمل لری، د عمل د شدت څخه کوم خبره نسته؟!

که د دولت او ارګ دلیل داوی چی داعش د افغانستان دباندی ریشه لری او په حقیقت کی یو بیګانه ځواک دی چی زموږ د هیواد مرزونه یی تر تعرض لاندی نیولی دی او لازم دی چی په شدت او وحدت سره دافغانستان څخه دباندی وغورځول سی؛ خو دا خاصیت طالبان هم لری؛ ځکه چی طالبان او نور مسلح مخالفان هم د داعش څخه لږ په بی رحمیو کی لاس نه لری او دا حقیقت څو ځلی د افغانستان دخلګو په وړاندی ثابت کړی دی او ددی ترڅنګ چی طالبان د پاکستان د استخباراتو او مدارسو څخه دی او ددی ډلی فکر او خط مشه د آی. اس. آی د جنرالانو لخوا ټاکل کیږی؛ د هغوی په ډله کی د نورو هیوادو څخه هم لکه القاعده، چینی ایفوری ګانی، ازبکستانی تروریستان، چچنی، تاجیکی او... هم لیدل کیږی چی همدا دو موضوع هغوی د افغانستان په وړاندی بی ګانه کوی.

په همدی اساس، ددی په فرضولو سره چی زموږ دولت د داعش د مبارزی لپاره جدی انګیزه لری، پوهان او د هیواد زړه سوانده پوهان و دولتمردانو ته دا توصیه لری چی د تروریزم په وړاندی په طالبانو او داعش او نورو ډلو کی کوم توپیر ونه کړی او عامدانه او جاهلانه تبعیض ونه کړی؛ ځکه چی ټوله تروریستی ډلی یو ریشی ته راګرځی چی هغه عبارت دی له انحراف او انحطاط د وچ سوی ونی څخه؛ هغه څه چی د اسلام او الهی او انسانی څیزونو سره هیڅ اړیکه نه لری او یواځی د اسلام د مکتب د مبارزی په مقصد، جوړ سوی دی.
https://avapress.com/vdcamin6y49nei1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته