دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 153150
د ولسمشر غني پریکړې په اړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخواني رئیس غبرګون

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخواني مشر نجیب الله احمدزي د ځان ګوښه کولو په خاطر د ولسمشر غني وروستي پریکړې په اړه تند غبرګون وښود.

ښاغلي احمدزي تیره ورځ د ولسمشر غني د حکم پر اساس له خپلې دندې ګوښه کړای شو.

خو نومړی نن په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې د وینا پر مهال له ولسمشر غني څخه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړیو غوښتنه یو غیرقانوني ګام وباله او د ځان په اړه د دغه کمیسیون راپور بې بنسټه وباله.

د ښاغلي احمدزي په وینا، د ارګ او هغه ترمنځ اړیکې وروسته له خرابه شوه کله چې هغه په کمیسیون کې د موجود ستونزو د حل په خاطر ګامونه پورته کړل.

نومړی په همدې حال کې ټینګار ورکړ چې ولس دې نور له حکومت څخه د ټاکنو د ترسره کولو هیله ونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر لوی ریاست دفتر تیره د یو بیان په خپرولو سره د ښاغلي احمدزي د ګوښه کېدو خبر تائید کړه او زیاته یې کړه چې د ولسمشر غني له خوا دغه حکم د د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د لړم د ۲۱ مې نیټې د پرېکړې او غوښتنې سره سم صادر شوی.

د راپورونو له مخې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړیو له یاد کمیسیون څخه د نجیب الله احمدزي د غړیتوب د لغو کولو غوښتنه کړی وه.

راپورونه زیاتوي، چې د یاد کمیسیون اووه غړیو څخه پنځو کمېشنرانو په یوه لیک کې د دغه کمېسیون له ریاسته د نجیب‌الله احمدزي د لرې کېدو غوښتنه کړی وه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamen6w49nm61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته