دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۶
د مطلب کود : 153457
د کابل ښار په بوش مارکیټ کې اور لګیدلی
په پلازمېنه کابل ښار کې په یوه مارکیټ لوی اور لګېدلی او په ترځ کې یې یو شمېر دوکانه سوځېدلي دي

په پلازمېنه کابل ښار کې په یوه مارکیټ لوی اور لګېدلی او په ترځ کې یې یو شمېر دوکانه سوځېدلي دي.
 
امنیتي چارواکي وایي، پیښه نن له سهار د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند په بوش مارکیټ کې رامنځته شوی.
 
د کابل امنیه قوماندانی چاواکو دغه پیښه تایید کړه او وویل چې د اور لګېدنې له امله یو شمېر دوکانونه سوځېدلي دي.
 
چارواکي زیاتوي، چې اور وژنې مامورین سېمې ته رسیدلي او ډير ژر به اور مړ شي.
 
تر اوسه د دغې پیښې اصلي لام نه دی په ډاګه شوی.
 
دا په داسې حال کې ده چې کابو څلور میاشتې مخکې هم په پلازمینې کابل کې ورته پیښه یو شمېر دوکانونه وسوځول.
 
پیښه د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ۲۵ مه نیته د کابل ښار اړوند په څلورمې امنیتي حوزې اړوند د میوو په یوه یوه مارکیټ رامنځته شوی وه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamen6049nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته