دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۳۲
د مطلب کود : 151459
د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت: نوي ستراتېژي به ۴ اهداف وڅاري
د مخدره مواد د مبارزی وزارت ویلی، دغه وزارت د اعتیاد اوکوکنارو د کښت سره مبارزه کوی.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخی، د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال جاوید احمد قایم نن یکشنبې ورځ د کابل ښار  رسنیو ته وویل، یاده پالیسي تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړیږي.
سرچینو وایی، یاد وزارت د اعتیاد او کوکنارو د کښت سره مبارزه د مبارزې پنځه کلنه ملي پالیسي جوړوي.
هغوی وايي، د مخدره موادو اړوند ستونزې د پخوا په پرتله ډېرې شوي دي.
هغوی وايي، تېرو ستراتېژیو یې هم د پام وړ نتیجه ورکړې او له همدې امله اوس روږدو کسانو ته د رسېدو کچه او عامه پوهای ډېر شوی دی.
دوی وایی، چې په هېواد کې د مخدرو موادو په کښت، تولید او قاچاق کې نړیواله مافیا لاس لري او د مخدرو موادو له درکه ډېرې لاسه راغلې پیسې د دولت مخالفینو جېب ته لوېږي.

https://avapress.com/vdcam6n6o49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته