دخپریدو نیټه :جمعه ۳ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۰۸
د مطلب کود : 52745
دعالمانو سراسري شوراځان مرګي بریدونه حرام او په افغانستان کې یې د دارالافتا جوړیدل اړین وبلل
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس او غړو، د جمعې په ورځ د هېواد له جمهوررئیس سره په ارګ کې وکتل او په دې کتنه کې د دغې شورا وروستۍ مصوبه د مولوي حزب الله لخوا ولوستل شوه.

د عالمانو شورا په دغه مصوبه کې د سعودي عربستان د لوی مفتي شیخ عبدالعزیز بن عبدالله آل شیخ لخوا د عرفې په خطبه کې د ځان مرګو بریدونو د حراموالي په اړه ورکړل شوې فتوا او قرآني آیتونو او احادیثو ته د اشارې په ترڅ کې ویلي دي: څنګه چې انساني نفس د انسان خپل ملکیت نه دی او نشي کولای هر ډول ناروا تصرف
په کې وکړي، بلکې دا یو ستر الهي امانت دی. 
د خپل نفس وژل د بل د نفس د وژلو د ګناه څخه زیات او حرام عمل دی، ځکه انتحارکوونکی هم خپل ځان وژني او هم د خپل ځان د وژلو په واسطه نور انسانان له منځه وړي.

همداراز په دې مصوبه کې د یو بل آیت ژباړه راغلې چې په هغې کې ویل شوي دي: خپل ځانونه مه وژنی، بې شکه الله پر تاسو مهربان دی. او څوک چې په ظلم او تیري کولو سره ځان وژونکی عمل ترسره کړي، ډیر ژر به د دوزخ په اورکې وغورځول شي او دا الله ته ډیره آسانه ده.

د عالمانو سراسری شورا پاکستان ته د سولې د عالي شورا د لوړ پوړي پلاوي سفر مثبت ارزوي او د پاکستاني مقاماتو او د سولې د عالي شورا ګډه اعلامیه یوه ښه لاس ته راوړنه بولي، خصوصا د نوموړې اعلامیې اوومه ماده چې په هغې کې د افغانستان او پاکستان او نورو اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو دکنفرانس د جوړیدو په هکله یادونه شوې ده، یو ښه او مناسب قدم بولي او د اړوندو چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د نوموړي کنفرانس د جوړیدو په باب عملي اقدام وکړي، ترڅو د دې مظلوم ملت روانو ستونزو ته د اسلامي شریعت د احکامو په رڼا کې د پای ټکی کیښودل شي.

شورا د صیهونیستي اشغالګر رژیم لخوا په بې ګناه او مظلوموفلسطیني مسلمانانو باندې وحشیانه حملې په کلکه غندي او له اسلامي امت څخه غوښتنه کوي ترڅو خپل فلسطیني مسلمان وروڼه په دې غمیزه کې یواځې پرې نه ږدي او د متجاوزو یهودیانو په مقابل کې جدي عکس العمل وښیي.

حامدکرزي د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا له مصوبې څخه خپل ملاتړ اعلان او هغه یې د افغانستان د خلکو او مسلمه امت په خیر وبلله.
د هېواد جمهوررئیس د پاکستان اسلامي جمهوریت ته د سولې د عالي شورا د رئیس په مشرۍ د دغې شورا د پلاوي سفر مثبت وباله، وې ویل: د دغه پلاوي په غوښتنه یو شمېر طالبان چې د پاکستان په بندکې و، هم خوشې شول.

حامدکرزي همدا راز وویل چې له پاکستان سره په دې باندې موافقه شوې ده چې د افغانستان، پاکستان او د یو شمېر اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو یوه ګډه لویه غونډه به جوړیږي.

همداراز د افغانستان جمهوررئیس په هېوادکې د دارالافتا د یومرکز د جوړیدو په باب د کابل ولایت د جوماتونو د ملاامامانو او خطیبانو هغه غوښتنه چې له ده سره یې په کتنه کې مطرح کړې وه، د عالمانو د سراسري شورا غړو ته وړاندې کړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په دې اړه دې خپل نظرونه ورسره شریک کړي.
د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف په افغانستان کې د دارالافتا د یو مرکز جوړیدل، ستره اړتیا وبلله، ټینګار یې وکړ چې دغه مرکز ته دې اجرایوي او تنفذي واک ورکړل شي.
ه همدا راز وویل د افغانستان د عالمانو سراسري شورا او هغه یو شمېر نورې
ادارې چې وظیفوي تداخل لري د دارالافتا له مرکز سره دې مدغمې شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcam0nm.49nuy1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته