دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 137059
هند کې پر هندۍ جلۍ د جنسي تیري په تور د دوو افغانانو نیول کېدل
تورن تواب احمد ۲۷ کلن او سلیمان احمدي ۳۰ کلن دی. پولیس وايي، دوی دواړو د جواهر لال نهرو پوهنتون په یوې ۲۱ کلنې محصلې جنسي تیری کړی.
دد افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې په دې هېواد کې دوه افغان ځوانان پر یوې هندۍ جلۍ د جنسي تیري په تور نیول شوي دي.

د دې هېواد پولیسو دا دوه کسان د قربانۍ نجلۍ له شکایت څخه وروسته د نوي ډهلي په ګرین پارک کې نیولي دي.

هندي چارواکي وایي چې د نیول شویو کسانو دوسیې تر څیړنو لاندې دي.

تورن تواب احمد ۲۷ کلن او سلیمان احمدي ۳۰ کلن دی. پولیس وايي، دوی دواړو د جواهر لال نهرو پوهنتون په یوې ۲۱ کلنې محصلۍ جنسي تیری کړی.

ډهلي کې د پولیسو د یوې ډلې مشر چینموی بیسوال هندوستان ټایمز ته ویلي چې دې دوه افغانانو قرباني شوې جلۍ سره تر ملاقت وروسته هغه خپلې کوټې ته ورغوښې او پرې یې تیری کړی دی.

پولیس وايي، دواړه تورن کسان په ډهلي کې اوسیږي او د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ کارټونه لري.
https://avapress.com/vdcam0n6o49new1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته