دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 100662
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز نن کابل ته راځي

تاند- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز نن کابل ته راځي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي ته د پاکستان د سفر رسمي بلنه ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې ښاغلی سرتاج عزیز به په دې سفر کې د دوه اړخیزو اړیکو په باب د خبرو ترڅنګ ولسمشر غني ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړي.
دا په په افغانستان کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت له جوړېدو وروسته لومړی ځل وي چې د پاکستان یو جګپوړی چارواکی افغانستان ته راځي.
سرتاج عزیز به نن لومړی د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره وویني او بیا به د ولسمشر غني حضور ته لاړ شي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وروسته له دې افغانستان ته راځي چې د افغانستان د ملي امنیت ريیس د ویدیو کنفرانس له لارې په نوي ډیلي کې یو شمېر ماهرانو ته په خپلو څرګندونو کې د هند او افغانستان د اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنو ته ضمني اشارې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې کابل ته د ښاغلي عزیز سفر به د افغانستان له نوي مشرتابه سره د اسلام اباد د تماس او اړیکو یو اساس وي.
سرتاج عزیز وروسته له دې کابل ته راځي چې پرون د ترکیې ولسمشر د لومړي ځل لپاره کابل ته راغی او د افغانستان له ولسمشر سره یې د ستراتیژیکو همکاریو موافقه لاسلیک کړه.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaiwn6u49nwi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته