دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 140965
کابل کې نن د اعصابو جراحۍ تخصصي روغتون پرانیستل کېږي

په پام کې ده نن په کابل کې د اعصابو د جراحۍ يو تخصصي روغتون ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

 د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د عامې روغتيا وزارت وايي، دغه روغتون د څلورو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت جوړ شوى دى.

په دغه وزارت کې د روغتونونو د معياري کولو د امريت مسوولې ډاکټرې ماموسي زېور وويل، دغه روغتون به نور خدمات هم وړاندې کوي:

"دلته به هغه ناروغان تداوي کېږي چې د ملا درد لري او په نورو ځايونو کې يې عمليات نه شي کېدلاى، يا په ملا کې تومورونه لري؛ يا هم که د ټکرونو په نتيجه کې يې سر کسرونه کړي وي او په نورو ځايونو کې يې تداوي ممکنه نه وي، دلته به يې درملنه کېږي.​"

مېرمن زېور زياته کړه، دغه روغتون ٣٠ بسترونه، عمليات-خونه، عاجله څانګه او د جدي څارنې برخه لري.

د روغتيا وزارت وايي د دې روغتون لګښت د ”زايد بن سلطان آل نهيان“ خيريه موسسې له خوا ورکړل شوى دى.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiwn6m49nyo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته