دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 120561
د ځوانانو لپاره پر ملي سټراتیژۍ کار روان دی
دوی وايي چې د ځوانانو لپاره د پنځه کلنۍ ستراتيژۍ د جوړولو په خاطر د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د ځوانانو نظرونه په راغونډیدو دي چې د همدې نظرونو په رڼا کې به د ځوانانو لپاره ملي ستراتيژي جوړه شي.

یادې څرګندونې د سې شنبې ورځې ناوخته چارواکو د ځوانانو د ستراتیژۍ په اړه د نظرغوښتنې په غونډه کې ازادي راډیو ته وکړې.

د اطلاعاتو او د فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معین ډاکټر کمال سادات وویل چې دوی د ځوانانو لپاره د ښوونې روزنې، روغتیا، ورزش، کارموندنې او په حکومتي ادارو کې د دوی د ونډې د ډېریدو په اړه د یوې ستراتیژۍ د جوړولو په هدف د مختلفو ولایتونو له ځوانانو نظرونه راټول کړي چې د ستراتيژۍ په بشپړیدو سره به د نړیوالې ټولنې ډېر ملاتړ ترلاسه کړي.

ښاغلی سادات وايي:

"موږ په دې پنځه کلنه ستراتيژۍ کې په پنځو اړخونو کار کوو، تعلیم دی، روغتیا ده، سپورټ دی، د ځوانانو لپاره کار موندنه ده او په حکومتې چوکاټ کې د ځوانانو د ونډې ډېریدل دي.د افغانستان پیغلو او ځوانانو په دې برخه کې ډېر ښه نظرونه راکړل، له دې نه سټراتیژي جوړوو، کله مو چې دا بشپړه کړه، نو پالیسي لرو او په دې سره یوه پوره اداره شو او بیا هغه مهال ډونرانو او نړېوالې ټولنې ته خپلې موخې او هدفونه ورښودلی شو."

د ځوانانو لپاره د سټراتيژۍ د جوړولو تخنیکي او مالي چارې ملګرو ملتونو پر غاړه اخیستي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځوانانو د چارو مشر ډاکټر نورمحمد مراد وايي چې تر اوسه د ځوانانو د معینیت سره د نړیوالې ټولنې د مرستو نه شتون له دې کبله وو، چې د دې ادارې یوه ستراتیژي نه درلوده.

ملګري ملتونه د ستراتيژۍ په دې پنځو برخو کې ځانته ادارې لري چې وروسته به د ځوانانو د چارو له معینیت سره مرسته وکړي.

په تېره نږدې یوه نیمه لسیزه کې په اساسي ډول د پالیسیو او ستراتيژیو نه پلي کېدنه په مهمو ستونزو کې حسابیده، خو د مدني ټولنو په برخه کې د ولسمشر سلاکار وزیره عادله بهرام وايي چې اوسنۍ حکومت او په سر کې ولسمشر د پالیسیو او ستراتيژیو پلي کیدنې ته په کلکه ژمن دي.

اغلې بهرام وايي:

"له ښه مرغه رئیس صیب جمهور ځوانانو او ښځو له پاره د ښو فرصتونو برابرولو ته ژمن دی او دا زمینې د همدې ستراتيژۍ له کبله برابریدای شي، که دا کار وشي زه باور لرم چې دولت يې عملي کولو ته ژمن دی."

د غونډې ګډونوالې مدني فعالې وزیره سعادت وویل چې دوی په ستراتيژۍ کې په ځانګړي ډول حکومتي ادارو کې د ښځو د ونډې د ډیریدو غوښتنه وکړه.

د دې په خبره اوسمهال په خوست کې لیسانسه او مسلکي نجونې او ښځې شته، چې د حکومت چوکاټ کې جذب ته يې باید زمینې برابرې شي.

یاده دي وي، چې په دې وروستیو کې له افغان حکومت څخه د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو او د زده کړو د شرایطو برابرولو غوښتنې ډېرې شوي او یوازې په وروستي کال کې د کار او وظیفې د نه شتون له کبله زرګونو افغاني ځوانانو په قاچاقي او غیر قانوني لارو بهرنۍ نړۍ په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو ته د تګ هڅې کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiwn6649num1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته