دخپریدو نیټه :جمعه ۴ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 139660
د تورخم د تړل کیدو له ترخې تجربې وروسته پرځانبسیاینه غوره وګڼل شوه
د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د تورخم بندر تړل کیدل که څه هم افغانانو ته ترخه تجربه وه؛ خو داسې تګلارې یې را منځته کړي، چې افغانان پرځان بسیاشي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د پنجشنبې په هغه درې ورځني نندارتون کې، چې د عالي دی او ملي دي تر سرلیک لاندې د حکومت او خصوصي سکتور لخوا پرانستل شو؛ سواګرو له خلکو څخه د کورنيو تولیداتو د ډېرو پېريدولو غوښتنه وکړه، چې په دې توګه د دوی هېوادنی ملاتړ رامنځته شي.
په بېخبنایي چارو کې د ولسمشر سلاکار همایون قیومي دغه ډول نندارتونه ګټور بولي او وایي، چې له کورنیو تولیداتو استفاده د کار زمینه برابروي او د دولت عواید لوړیږي.
د نوموړي په وینا؛ سږ کال افغانستان وکړای شول څه ناڅه پر ځانبسیا او وکولی شي لږ تر لږه لس بېلابېل تولیدي توکي دننه په هېواد کې تولید کړي.
د سوداګرۍ خونه بیا بازارونو کې د منظم سیستم له نه شتون شکایت کوي.
د دې خونې مرستیال توفیق داوری وایي، تر اوسه په بازار کې د اړتیاوو سیستم نه دی تثبیت شوی او واردات لا نه دي سنجول شوي بلخوا ځینې سوداګر د اقتصاد په برخه کې د دولت په کم کاري شکایت کوي.
یو شمېر ملي سوداګر د دولت له نه پاملرنې انېښمن شوي او وایي، چې حکومت د مرمرو ډبرو ټول قراردادونه بند کړي اوداسې لوبې یې پیل کړي، چې زمونږ د کار مخه ونیسي.
دغو سوداګرو په ډاګه کړې، چې له ښځو ملاتړ نه کیږي. که ترې ملاتړ وشي، ښې به وځلیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان سوداګر د تورخم بندر د تړل کيدو له کبله شاوخوا اتیا میلیون دالر زیانمن شول، چې څلور میلیون دالر تاوان خلکو ادا کړ.
https://avapress.com/vdcaion6w49nei1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته