دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 145366
د چین د خارجه وزیر سره په کتنه کی د اشرف غنی لگیدنه پر پاکستان باندی
هیواد ولسمشر وویل چی تروریستی ډلی په پاکستان کی دفترونه او پایګاوی لری، د هغه ځایه ملاتړاو ټپیان یی تداوی کیږی، نو باید پاکستان لکه څنګه چی تعهد کړي د هغوی په وړاندی قاطع او جدی اقدام وکړی.
د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره، محمد اشرف غنی د هیواد ولسمشر پرون غرمی مخکی د چین د خارجه وزیر ښاغلی وانګ سره لیدنه کتنه وکړه.
په دی کتنه کی لمړۍ ولسمشر د افغانستان خلګو او دولت په نمایندګۍ خپل همدردی او تسلیت په هغه هیواد کی د ځمکی ښوییدنی له امله شکاره کړ او د هغه سفر و افغانستان ته ګټور وبلل.
ولسمشر وویل چی چین نه یواځی د افغانستان ګاونډۍ دی بلکه زموږ یو مهم سیمه ایز شریک هم دی.
د ولسمشر په وړاندی د چین خارجه وزیر خپل نک تمنیات و ولسمشر غنی ته تقدیم کړ او د ولسمشر همدردی څخه مننه وکړه.
ښاغلی وانګ یی وویل چی چین او افغانستان دوه تاریخی ګاونډیان دی او موږ به په افغانستان کی د سولی او ثبات لپاره همکاری وکړو.
هغه زیاته کړه چی زما سفر مقصد پر پاکستان او افغانستان باندی زموږ شرایطو قبلول نه دی، بلکه زموږ لپاره سیمه ایز همکاری مهم دی او غواړو په دی سختو شرایطو کی د افغانستان سولی او ثبات سره مرسته وکړو.
هغه وویل: افغانستان د بین المللی تروریستی ډلو تر بریدونو لاندی قرار لری، له همدی لپاره باید د پاکستان او افغانستان اړیکی سره ښې سی او چین په دی برخه کی د عملی میکانیزم رامنځته کولو لپاره آماده دی.
وانګ یی وویل چی چین څو اړخیزه اړیکی په سیمه کی پیاوړۍ او ملاتړ یی کوی.
ښاغلی واګ وویل چی افغانستان د ATIM  تروریستی ډلی په وړاندی چی  چین لپاره ګواښ دی، همکاری وکړی.
د چین خارجه وزیر وویل چی بین الافغانی مذاکراتو څخه ملاتړ کوی.
هغه د افغانستان لپاره د سولی تامین مهم بللی او وویل چی تروریستی ډلو باندی فشار سربیره، د افغان مسلح ډلو لپاره د سولی لاره خلاص پریښي او موږ ددی اقدام څخه ملاتړ کوو.
وانګ یی وویل چی د ولسمشر غنی او نواز شریف صدراعظم موافقت ددواړو هیوادونو د اړیکو د ښه کیدو لپاره، د تروریزم په وړاندی مبارزی او نور پرمختګونه په دی برخه کی، یو مهم بنیاد به وی.
هغه وویل چی باثباته افغانستان د سیمی د ثبات لپاره اړین دی.
هغه وویل چی د پاکستان چارواکو څخه به وغواړی چی د افغانستان سره د اړیکو ښه کولو لپاره خپل نیک نیت شکاره کړی او طالبان او حقانی ډله کنترول کړی ترڅو د افغانستان ملکی خلګو باندی تروریستی بریدونه ترسره نه کړی.
هغه وویل چی پاکستان پرطالبانو باندی تاثیر لری او هغوی څخه به وغواړم چی خپل دا نفوذ څخه ګټه واخلی. پاکستان په دی اړه آمادګې ښودلی دی او موږ به د هغوی څخه وغواړو چی عملی ګامونه دی پورته کړی.
ولسمشر غنی وویل چی موږ پاکستان او نورو ټولو ګاونډیانو سره ښی اړیکو غوښتونکی یو.
ولسمشر وویل چی تروریستان هڅه کوی افغانستان د بی ثباتی مرکز باندی بدل کړی خو دا اجازه به ورنه کړو؛ ځکه چی افغانستان د سیمه ایز څلور لاری په حیث د انرژی، فایبر نوری، ترانزیت او تجارت په برخه کی کولای سی اړین نقش ترسره کړی.
هغه زیاته کړه چی په بدخشان ولایت کی د خاص اقتصادی زون رامنځته کولو لپاره، د چین سره مشترک طرحه به ترلاس لاندی ونیسو.
هغه وویل چی موږ خپل اقدامات د ATIM   تروریستی ډلی په وړاندی کړی دی، خو د چین ترڅنګ باید نور هیوادونه هم مرسته وکړی چی هغوی افغانستان ته داخل نه سی.
د هیواد ولسمشر وویل چی تروریستی ډلی په پاکستان کی دفترونه او پایګاوی لری، د هغه ځایه ملاتړاو ټپیان یی تداوی کیږی، نو باید پاکستان لکه څنګه چی تعهد کړي د هغوی په وړاندی قاطع او جدی اقدام وکړی.
هغه وویل چی پاکستان کولای سی د هغوی دفترونو، فعالیتونو او آزادانه ګرځیدو څخه مخنیوی وکړی.
ولسمشر وویل چی موږ د سولی د برقراره کیدو لپاره ټینګ اراده لرو او دا اراده مو د اسلامی ګوند سره په موافقاتو سره نړۍ ته ثابت کړی دی.
د چین خارجه وزیر وویل: چین او امریکا په افغانستان کی د سولی او ثبات تامین په برخه کی او د څلور اړخیزو مذاکراتو مجدد شروع کیدو څخه ملاتړ کوی.
https://avapress.com/vdcaimn6i49nye1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته