دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 156463
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوي غړي د لوړي مراسم ترسره شول

د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د سېشنبې پر ورځ(د مرمومې ۲۶) د ټاکنو خپلواک کمیسیون نوي غړي سیدحفیظ الله هاشمي د جمهوررییس محمد اشرف غني په شتوالي کې د لوړې مراسم پرځای کړل.

د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دغو مراسمو کې، چې په ارګ کې ترسره شول، د ولسمرۍ دوه یم مرستیال محمد سرور دانش، د حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله، لوی څارنوال محمدفرید حمیدي، د سترې محکمې غړی قضاوتپوه محمد زمان سنګري او د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنرانو حضور درلود.

د لوړې له مراسمو وروسته، د هېواد ولسمشر نوي کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي ته د بریالیتوب هیله کړې او ورته یې د قانوني کړنو د ټینګار تر څنګ په ډاګه کړې، چې ستاسې تعهد له ملت سره دی او دغه تعهد باید پلی شي.

دغه راز ولسمشر د ټاکنیزو کمیسیونونو پر اتفاق، همغږۍ او ګډ کار ټینګار هم څرګند کړی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiin6e49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته