دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۴:۴۳
د مطلب کود : 136663
د انرژۍ او اوبو وزارت د انرژۍ پر تولید د پانګونې ډاډ ورکړ
د انرژۍ او اوبو وزارت غواړي، چې په روان کال کې د انرژۍ پر تولید ډېره پانګونه وکړي.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبر له مخی : افغانستان د انرژۍ د تامین په برخه کې تر ډېره پر بهرنیو هېوادونو تکیا شوی دی. د انرژۍ او اوبو وزارت مسوولین وایي، له یوې ایرانۍ او یوې قزاقستانۍ کمپنۍ سره به ژر د دوه اعشاریه دوه میلیارد دالرو پر ارزښت د انرژۍ د تولید تړونونه لاسلیک شي.

د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال عبد البصیر عظیمي وایي؛ د قدیر په نوم یو ایرانی شرکت غواړي، چې د یو میلیارد دالرو پر ارزښت پانګونه وکړي او هم د قزاقستان یو شرکت د یو اعشاریه دوه میلیارد دالرو د پانګونی هوډ لري، چې تر سره به شي.

د سوداګرۍ او صنایعوخونې مسوولین هم د انرژۍ او اوبو وزارت د هڅو هر کلی کوي؛ خو وایي، په دې برخه کې دې کورنیو شرکتونو ته هم سهم ورکړشي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلی وایي، د دغو پروژو په پیل به خلکو ته د کار زمینه برابره شي. دولت باید په دې پروژو کې کورنيو شرکتونو ته هم ونډه ورکړي.

له هغه وخته، چې ملي وحدت حکومت په کار پیل کړی، هڅه شوې، چې د کورنیو منابعو له لارې انرژي تامین کړي؛ خو ناامنیو د حکومت دغه کوښښونه زیانمن کړي دي.

د مسوولینو په وینا؛ تېر کال هم د نږدې اووه سوه پنځوس میلیون دالرو پر ارزښت د پانګونې تړونونه شوي وه.
https://avapress.com/vdcaiin6e49nei1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته