د خوست امنیتي چارواکي وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سمیو کې يې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د جنايي جرمونو په تور ۱۴ تنه نیولي دي.
نن د چهارشنبې په ورځ د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیضالله غیرت ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې پولیسو د سړي تښتوونکو د یوې حرفوي ډلګۍ ۶ موټر لاسته راوړي او یو تن اختطاف کوونکی چې پولیسو سره په مخامخ نښته کې ټپی شوی نیولی دی.
د خوست امنیه قوماندان وویل، د اختطافګرو یا سړي تښتوونکو یاده ډلګۍ د پولیسو لهخوا د قتل او وژلو په نورو پېښو کې هم په لاس لرلو تورنه ده.
مل پاسوال فیضالله غیرت زیاته کړه:
"تېره هفته کې ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول پولیسو لس ګاډي نیولي دي چې ۴ د خلکو څخه تښتول شوي ګاډي وو او ۶ نور د هغو سړي تښتوونکو د ګروپ و چې ډېر حرفوي او اختطافچي ګروپ وو، د دوی نفر موږ پخوا هم نیولي وو، یو بل مشهور کسيې پولیسو سره په متقابلو ډزو کې زخمي دی، ده به خلک وژل او قتلونه بهيې کول."
د خوست امنیه قوماندان وویل، ۱۴ تنه مظنونین نیول شوي چې هغوی د نشهيي موادو د پېر او پلور په ګډون په بېلابېلو ناقانونه کړنو کې د لاس لرلو په جرم تورن دي.
بل لوري ته کتونکي که څه هم د امنیتي ځواکونو هلې ځلې د یادولو وړ بولي، خو نیوکه کوي چې ډېر کله د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي کسان د تحقیقاتو په جریان کې د عدلي او قضايي ارګانونو لهخوا برائت ترلاسه کوي چې دا حالت د سرتېرو روحیې او پر حکومت د خلکو باور ته زیان رسوي.