تاریخ انتشار :شنبه ۴ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۲۴
کد مطلب : 153761
د کورنیو چارو وزارت سرپرست نن د یو مطبوعاتي کنفرانس په لړ کې د عامه نظم قوماندانۍ له لورې د خپور شوي مکتوب په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.

 د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ویس احمد برمک د یاد مطبوعاتي کنفرانس پرمهال د هېوادوالو د هغو اندېښنو په اړه چې د عامه نظم قوماندانۍ له لورې د خپور شوي مکتوب په اړه یې لرلې له رسنیو سره د یاد مکتوب په اړه خپل معلومات شریک کړل او یاد مکتوب یې یو قلمي سهوه وباله زیاته یې کړه، دا چې پولیس د قانون پلي کولو، عامه نظم ټینګښت او جرایمو پروړاندې د مبارزې دنده لري نو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پریکړه کړې چې پولیس خپلو اساسي دندو ته راوګرځوي او د سرحدي او عامه نظم پولیس ملي دفاع وزارت ته ولیږدوي نو موږ د پولیسو اساسي دندو ته د راګرځيدو په موخه ملي دفاع وزارت ته د سرحدي او عامه نظم پولیسو د لیږدولو پریکړه کړې ده.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، کله چې ملي دفاع وزارت ته د عامه نظم او سرحدي پولیسو د لیږدولو وخت رانیږدې شو نو موږ له ملي امنیت شورا او ولسمشر څخه غوښتنه وکړه ترڅو چې ملي دفاع وزارت ته د جنګ ټول مدیریت سپارل کیږي نو تر هغې دې ۴۵۰۰ تنه د عامه نظم منسوبین د کورنیو چارو وزارت ته پریږدي چې د ولسمشر په منظورۍ دا پریکړه ومنل شوه خو ولسمشر وویل چې د یادو کسانو د ګمارنې په موخه یوه چټکه قطعه ( ضد آشوب ) باید جوړه شي چې د یادې قطعې د جوړولو په موخه د عامه نظم قوماندانۍ پولیسو دا مکتوب لیکلی وو چې دا یو قلمي سهوه وه.
 
دغه راز د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک د کورنیو چارو وزارت له لورې امنیت شورا ته د لیږل شوي مکتوب باندې د ولسمشر محمد اشرف غني لیکل شوي احکام هم رسنیو ته ولوستل چې هیڅ راز قوم ته په کې اشاره نه وه شوې او احکام پوره قانوني او ملي لیکل شوي وو.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په ټينګار سره وویل، چې د کورنیو چارو وزارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول مسوولین یې د خپلو ولسونو خدمتګاران دي دلته موږ ته تور او سپین مهم نه دی او ټول مسوولین د ملي او سترتیژیکو ګتو لپاره کار کوو.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل، ما په تېرو درې میاشتو کې د لومړي ځل لپاره د کورنیو چارو وزارت د پنځه کلن پلان لرونکی کړ او د دغه پلان له لارې به د ټولو مسوولینو کاري کړنو او لاسته راوړنو ته پوره پاملرنه کیږي.
 
پاتې دې نه وي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست له دې وروسته په یاد وزارت کې ټولې ګمارنې د ازموینې له لارې اعلان کړې او ویې ویل، چې له دې وروسته موږ ضوابط په پام کې نیسو او هیڅ راز روابطو ته پاملرنه نه کوو.

منبع : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaien6649nm01.k5k4.html
ارسال نظر
نام شما
آدرس ايميل شما