دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 101265
جمهور رییس احمدزي چینایي کمپنۍ په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅولې

د افغانستان جمهوررییس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي نن له غرمې وروسته د چین له جمهور رییس شي جینګ پینګ سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې د چین د جمهور رییس لخوا د افغانستان جمهور رییس ته له رسمي هرکلي وروسته د بیجینګ په ښارکې ترسره شوه، د دواړو هېوادونو جمهورو ریسانو او لوړ پوړو پلاوو د افغانستان او چین ترمنځ په سیاسي، امنیتي، اقتصادي، روزنیزو، سوداګریزو او فرهنګي اړیکو د پراختیا، له تروریزم او افراطیت سره د مبارزې، د سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو او د یو شمېر نورو د علاقې وړ موضوع ګانو په باب بحث اومذاکره وکړه.
جمهور رییس احمدزي وویل: افغانستان له چین سره د خپلو اړیکو پراختیا ته ارزښت ورکوي او له چین سره د اړیکو لرل زموږ د بهرني سیاست په صدرکې ځای لري.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د افغانستان د سولې له بهیر سره د همکارۍ لپاره د چین له چمتوالي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو د ښه والي په اړه  د هغه هېواد له رول څخه مننه وکړه.
ده وویل چې له چین سره په امنیتي برخه کې، په ځانګړي ډول د تروریزم  او افراطیت ، نیشه یي توکو او د سازمان ورکړل شویو جرمونو پر خلاف د مبارزې په موخه به خپلې همکارۍ ته پراختیا ورکړي.  
جمهور رییس احمدزي  یو ځل بیا  د واحد چین د سیاست په اړه د افغانستان پر ژمنې ټینګار وکړ او د تایوان، تبت او شینجیانګ د مسایلو په اړه یې د چین له دریځ څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.   
جمهور رییس احمدزي دې ته په اشارې سره چې افغانستان او چین د دوه سوه کلونو په اوږدوکې د وریښمو له لارې له یو بل سره وصل و، وویل چې موږ غواړو افغانستان په راتلونکو شلو کلونوکې د سیمې د اقتصادي اتصال په یوه پله بدل شي. ده زیاته کړه: افغانستان غواړي له چین سره د واخان د دهلیز له لارې مستقیمې اړیکې ولري.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي دې ته په اشارې سره چې بهرنیو پانګوالو ته د مناسب چاپیریال برابرول د افغانستان د نوي حکومت یو له مهمو لومړیتوبونو څخه دی، وویل چې موږ چینایي کمپنۍ په افغانستان پانګې اچونې ته هڅوو.
جمهور رییس له چینایي کمپنیو وغوښتل چې د ترانسپورت، د لویو لارو او د وسپنې پټلۍ د جوړولو په برخوکې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي دې ته په اشارې سره چې ۲۰۱۵ میلادي کال د افغانستان او چین د دیپلوماتیکو اړیکو د پیل له شپیتمې کلیزې سره برابر دی، وړاندیز وکړ چې دغه کال دې د چین او افغانستان د دوستۍ او همکارۍ د کال په نوم ونومول شي.
په مقابل کې د چین جمهور رییس شي جینګ پینګ د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې چین ته د افغانستان د جمهور رییس احمدزي لومړنی رسمي سفر د دې څرګندوی دی چې نوموړی د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته ارزښت ورکوي.
ده وویل چې چین له افغانستان سره د سیمه ایزو همکاریو په چوکاټ کې مرسته کوي او د آسیا د زړه ( د استانبول د بهیر) له ټولو خواوو به وغواړي چې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د چین جمهور رییس زیاته کړه چې د شانګهای د همکاریو سازمان به هم وهڅوي چې له افغانستان سره د همکاریو په برخه کې خپل تمرکز لا ډیر کړي.
شي جینګ پینګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ارزښت ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې موږ غواړو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لا ډیر باور د رامنځته کېدو لپاره خپل رول ولوبوو.
ده وویل چې هېواد یې په روان کال کې د ۵۰۰ میلیونو یوانو په ارزښت په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره مرسته کوي او دغه مرسته به په راتلونکو کلونوکې یو اعشاریه پنځو میلیاردو یوانو ته و رسیږي.
شي جینګ پینګ هیله څرګنده کړه چې د یو متحد، ثبات لرونکي، سوکاله او پرمختللي افغانستان شاهد واوسي.
همدا راز د چین جمهور رییس څرګنده کړه چې هېواد به  یې د راتلونکو پنځو کلونو په جریان کې ۵۰۰ تحصیلي بورسونه د افغانستان په واک کې ورکړي ترڅو افغان ځوانان وکولای شي د هغه هېواد په پوهنتونونوکې لوړې زده کړې ترسره کړي.
ده یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې له بهیر څخه د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ او په دې اړه یې د خپل هېواد د همکاریو ډاډ څرګند کړ.
د دغې کتنې په پای کې ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د آسیا د زړه د بهرنیو چارو د وزیرانو د څلورم کنفرانس د جوړیدو لپاره د چین د کوربه توب له امله مننه وکړه او د چین جمهور رییس ته یې بلنه ورکړه چې له افغانستان څخه لیدنه وکړي چې دغه بلنه د چین د جمهور رییس لخوا په مننې سره  ومنل شوه او نوموړي څرګنده کړه چې په یو مناسب وخت کې به افغانستان ته سفر وکړي..  
د دغې کتنې په څنډه کې، د افغانستان د جمهور رییس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي او د چین د جمهور رییس شي جینګ پینګ په حضورکې د افغانستان او چین ترمنځ د همکارۍ څلور موافقه لیکونه لاسلیک شول.
د سیاسي پاسپورتونو د ویزې د رفع کولو او له افغانستان سره د چین د بشردوستانه مرستو موافقه لیکونه  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او د چین د بهرنیو چارو د وزیر لخوا لاسلیک شول.
همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تخنیکي همکاریو موافقه لیک د ملي اقتصاد په چاروکې د افغانستان د جمهور رییس سلاکار او د مالیې وزارت سرپرست او د چین د مالیې د وزیر لخوا لاسلیک شو.
په همدې ډول د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې او د چین د صنعت او سوداګرۍ د فدراسیون ترمنځ د همکارۍ موافقه لیک  د افغانستان د سوداګرۍ د خونې د رییس  او د چین د صنعت او سوداګرۍ د فدراسیون د رییس لخوا لاسلیک شو.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcai6n6m49nwu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته