دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۲۲
د مطلب کود : 154032
ګلوبل فنډ د افغانستان له روغتیا وزارت سره د ۵۲،۵ میلیونه ډالرو مرسته وکړه

د پیسو نړیوال وجهي صندوق «Global fund» د روغتیايي وضعیت د ښه کېدو لپاره د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د ۵۲،۵ میلیونه ډالرو مرسته وکړه.

د عامې روغتیا وزارت وايي، مرسته شوې پیسې به د «اېچ. ای. وي» ویروس پر ضد د درملو د جوړولو، په دې برخه کې د خدماتو وړاندې کولو، د پشه‌خانو د وېشلو او د ملاریا او د نري رنځ د تشخیص او درملنې لپاره ولګول شي.

د دغه وزارت د پالېسۍ مرستیال ډاکتر احمد جان نعیم د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۸» د پیسو نړیوال وجهي صندوق «Global fun» د ۵۲،۵ میلیون ډالرو مرستو په اړه وویل، دا مرستې د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د وزارت له لارې لګول کېږي.
نوموړي زیاته کړه:"د یادو مالي مرستو یوه برخه د «اېچ. ای. وي» ویروس پر ضد د درملو په جوړولو لګول کېږي چې دا مهال له دوه زرو ډېر کسان ورسره مخ دي او د «اېچ. ای. وي» خدماتو د وړاندې کولو لپاره چې له ۴۰ زرو ډېرو کسانو ته په پام کې نیول شوي دي، همدارنګه له ملاریا ناروغۍ د وقایې لپاره له څلورو میلیونو څخه د ډېرو پشه‌خانو چمتو کول او وېشل، د ملاریا د ۷۰۰ زرو د ډېرو پېښو او د نري رنځ د ۱۵۸۰۰۰ څخه زياتو ناروغانو تشخیص او درملنه شامل دي."

هغه وویل، د افغانستان لپاره د «Global fund» له مرستو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام هم هوډ لري چې د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړولو لپاره له هغوی سره همکاري وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دا مرستې کولای شي په افغانستان کې روغتیایي حالت ښه کړي او افغانستان به په بشپړ ډول تر ۲۰۳۰ کال پورې د ملاریا ناروغۍ د له‌منځه وړلو وړتیا ولري.

د عامې روغتیا وزارت په وینا په افغانستان کې د اېډز د کنټرول ملي پروګرام له لوري تر اوسه ۲۵۲۲ د اېډز پېښې پېژندل شوي او په تېره یوه لسیزه کې ۳۴۰ زره کسان چې په نري رنځ اخته وو تشخیص شوي او د نږدې ۳۰۰۰ زره کسانو درملنه شوې ده.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د پیسو د نړیوال وجهي صندوق مشر ډاکتر انکجین باوو «Dr. Enkhjin Bavuu» وویل، دوی د ملاریا، نري رنځ او اېډز ناروغیو سره مبارزې ته ژمن دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په تېرو ۱۵ کلونو کې، «Global fund» یا په افغانستان کې د پیسو نړیوال وجهي صندوق په دې هېواد کې د «اېچ. ای. وي» پروګرام لپاره ډېرې مالي مرستې کړې دي او موږ ویاړو چې د دغې همکارۍ یوه برخه یو، او «Global fund» به د دغو پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي."

له بلې خوا د مشرانو جرګې د روغتیايي کمېسیون مشر نثار حارث د نري رنځ، ملاریا او اېډز ناروغیو په وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوال وجهي صندوق له مرستو هرکلی وکړ او له عامې روغتیا وزارت څخه‌يې وغوښتل څو دا پیسې د دغو ناروغیو د له‌منځه وړلو لپاره په پوره شفافیت ولګوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaeyn6u49nmw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته