دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۱۲
د مطلب کود : 149434
د هوایي ځواکونو لپاره د ۱،۳ میلیارډ ډالرو په ارزښت یوه نوې قرارداد منظور شو

د امریکا متحده ایلاتو دفاع وزارت یا پنټاګان د افغان هوایي ځواکونو لپاره یوه نوې قرار داد منظور کړی دی.

د پنټاګان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د نوې منظور شوې قرارداد یوه میلیارډ، درې سوه پنځه اتیا میلیون، څلور سوه اوه نوی زره، او نهه سوه اوه اتیا ډالره (۱،۳۸۵،۴۹۷،۹۸۷) ارزښت لري.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه قرارداد په اریزونا الایت کې میشت ام ډي هیلیکوپټر (MD Helicopters Inc.) شرکت ته ورکړل شوی دی.

پنټاګان زیاتوي، چې د قرارداد پر بنسټ په پام کې ده چې یاد شرکت افغان هوایي ځواکونو لپاره ۱۵۰ نوې ام ډي ۵۳۰-ف (MD-۵۳۰F) جنګي سپکې هیلیکوپټرونه جوړه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت په وینا، په دغه قرارداد کې د نوې هیلیکوپټرونو د برنامو تنظیم، انتقالاتو چارې، د پیلوټانو روزنې، او د الوتکو ترمیم هم شامل دي.

پنټاګان وایي، په پام کې ده چې دغه قرارداد د ۲۰۲۲ میلادي کال د اګیسټ میاشتې تر ۳۱ مه ڼیته بشپره شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او د افغانستان متحدین د افغان امنیتي ځواکونو او په خاصه توګه هوایي ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګان د سږ کال په جون میاشت وویل، په پام کې ده چې د افغانستان د هوایي ځواکونو د الوتکو شمېر تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې دوه برابره شي.

د پنټاګان راپور پر بسټ، د افغان ځواکونو لپاره د شپږ نوې A-۲۹ ډوله جنګي الوتکو د جوړېدو چارې هم پیل شوي دي او AC-۲۰۸ سپکې جنګي الوتکو د اخیستلو په خاطر هم بودیجه په پام کې نیول شوې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آو)
https://avapress.com/vdcaeon6y49nyy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته