دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 149632

د فراه امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر ګلبهار مجاهد وايي چې پرون سهار طالبانو څلور سوه پنځه څلوېښت پسونه د دغه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې راټول اوځان سره یې وړي.

د پولیسو د قومندانۍ د امنیت مشر ګلبهار مجاهد وایي طالبانو پرون سهار د فراه ولایت خاک سفید ولسوالۍ کې له څړځای څخه د ملکي خلکو کابو څلور سوه پنځه څلویښت پسونه له ځان سره وړي.

نوموړي زیاته کړې چې په دې برخه کې دامنیتي ځواکونوعملیات پیل شوي، څودغه پسونه ددوی اصلي خاوندانوته بیرته وسپاري.

د فراه والي مخکې ویلي و، وسله ‌وال طالبان په فراه کې زیات مالي او پوځي امکانات لري.

سرچینه:تلویزیون 1

 

https://avapress.com/vdcaeon6u49nyi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته