دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 139831
د دشمن د چم او فریب سره باید څه وکړو؟!
د نمایندګانو مجلس د مسلح مخالفینو مرګبار برید مسئلی پر پیوند پر نظامی روغتون باندی، او د ریاست جمهوری سره د ډیرو جنجالونو وروسته، دفاع وزارت او داخله چارو او همدارنګه ملی امنیت رییس وزیران د استیضاح لپاره راوغوښتله.
د هیواد ملی امنیت رئیس؛ ښاغلی معصوم ستانکزی ددی ریاست د عمل څخه په دفاع کی وویل: کار طیبه ډله ترسره کوی، مسوولیت یی داعش تروریسته ډله په غاړه اخلی او حقانی ډله هم تسهیلات یی آماده کوی او یو ډول پیچلوالی منځته راوړی چی اصلی دشمن ورک سی.
ملی امنیت رئیس همدارنګه طالبان د پاکستان امنیتی ځواکونو سره په کارونو کی یوځای بولی او وایی: همدا طالبان نه دی چی ددی باعث ګرځی چی پاکستانیان زموږ په خاوره کی مداخله وکړی او مخته راسی؛ راسی حقیقت د افغانستان خلګو ته ووایو.
هغه په دی بیان سره چی په افغانستان کی ۲۰ تروریستی ډلی فعالیت کوی، هغه ټینګار وکړ چی دا ټوله تروریستی ډلی د یو لوی چتر(طالبان) لاندی فعالیت کوی.
د هیواد محترم ملی امنیت رئیس، تازه او مهم مسئلی مطرح کړی دی او د هیواد دپارلمان د پخوانیو استیضاحګانو برخلاف، د هیواد ملی امنیت ریاست مقام استیضاح یو بیل څه وو او د ښاغلی استانکزی دخولی څخه نوی خبری راوتلی دی!.
امکان لری د هیواد مسائلو ډیر پوهان د ملی امنیت رئیس سره په پارلمان کی مطرح سوی موضوع کی، موافق وی او په هیواد کی امنیتی بحرانونو اصلی عامل پاکستانی سران او اسلام آباد وبولی؛ داسی نظرونه ډیر ځلی د کارپوهانو له خوا مطرح سوی دی؛ خو اصلی خبره او پوښتنه د ملی وحدت حکومت د سرانو او ملی امنیت ریاست څخه دادی چی ولی د افغانستان اصلی او حقیقتی دشمن په پیژندلو کی د افغانستان خلګو ته معلومات نه ورکول کیږی؟!
او بل اساسی پوښتنه داچی که طالبان په حقیقت سره د پاکستان امنیتی ځواکونو سره یوځای دی او په دی عمل سره لوی خیانت د خپلی خاوری سره کوی، نو ولی دا ډلی او د هغوی هواداران د افغانستان ساکن اقوامو ترمنځ د هیواد ټولو خلګو ته نه ورپیژندل کیږی او ولی دولت او علما او هر قوم او تیره او رسنۍ دی موضوع ته ساکت پاته دی او حقیقت ټولو خلګو ته نه شکاره کوی؟!.
د افغانستان خلګ د خپلو دولتمردانو څخه غوښتنه لری چی که یو وخت کوم ادعا کوی؛ لومړۍ باید دهغه لپاره اساسی او منطقی دلیل ولری او وروسته هغوی خپل مسئولیتونو ته په کتو سره دنده لری د هر ډول مشروع او معروف وسیلی څخه په ګټه اخیستنی سره دشمن او د دشمن عوامل که د هر قوم او تیری څخه وی تر پیژندلو لاندی ونیسی او وروسته د هغه ټولو خلګو ته وپیژنی؛ ځکه ددی بغیره به خپله د هیواد سره خیانت کوونکو څخه به وی او یو نه بخښونکی عمل به وی او تر څو چی افغان سته او افغانستانیان او تاریخ یی سته، دداسی دولتردانو څخه به ننګ او نفرت سره یادوی!.
دداسی مشکل په حل کی ځینی عملی راهکارونه په نظر رسیږی او که څه هم نهایی حل لاری به نه وی؛ خو تر یو اندازی بوری د هیواد امنیت په ټینګولو کی مرسته وکړی.
لومړي حل لاره، د دشمن او عواملو د دقیق او شفاف پیژندنی لپاره د هغوی معرفی کول د هیواد وخلګو ته حساب سوی او شپه او ورځ فرهنګی کار دی؛ په داسی ډول سره چی خلګ وپوهیږی چی کوم دولتونه او قدرتونه زموږ سره دشمنی لری او کوم کسان د هیواد په داخل کی د هغوی سره مرسته کوی او هڅه وسی د دشمن او عواملو په پیژندلو کی د هیڅ ډول واسطی او ټبر او قوم ته د توجه څه ګټه وانه خیستل سی؛ ځکه چی تجربه شکاره کړی دی چی د افغانستان دولت او ملت تر اوسه ډیر صدمه او ضربه د همدی برخی څخه خوړلی دی او تر څو چی داسی تګلاره د رهبرانو او مشرانو په منځ کی وی، د اصلی دشمن سره مبارزی اصلی کار به کوم ځای ته ونه رسیږی.
دوهم حل لاره هم د دشمن او عواملو د پیژندلو وروسته د هغوی سره واقعی مبارزه او په د دشمن هر ډول نفوذی ځواکونو سره مبارزه هغه هم ژبنۍ او نژادی او ټباری ورته والی ته په نه کتو سره دی. دا حل لاره دقیقآ په دی معنی دی چی د دشمن عوامل د هر نژاد او ژبی او قومیت او مذهب سره باید وپیژندل سی او تر مواخذی لاندی ونیول سی؛ تر څو وکولای سو هغه نسبی امنیت ته لاسرسی پیدا کړو.
او په نتیجه کی دریم حل لاره دادی چی زموږ دولتمردان او مشران باید صادقانه د خلګو سره مخامخ سی او په شفاف عمل سره د افغانستان خلګو ته وپوهوی او په عمل کی ثابت کړی چی د هیواد او خلګو صلاح او خیر غوښتونکی دی او هغه هم د دشمنانو او هغه پوری مربوط عواملو سره د دولت غیری ملاحظی قاطع او جدی مبارزی ماسیوا نه رامنځته کیږی.
https://avapress.com/vdcaeon6649nea1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته