دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۲۲:۵۹
د مطلب کود : 83813
د افغان- جاپان د ساري ناروغيو روغتون د کابل په دارلامان سيمه کې پرانيستل شو
د افغان- جاپان د ساري ناروغيو روغتون د پرانيستنې مراسم د افغانستان دعامې روغتيا وزيرې ډاکټرې ثريا دلیل او د جاپان د بهرنيو چارو وزیر مرستايل ښاغلی "تاکاو ماکینو" په ګډون نن د کابل په دارلامان سيمه کې په رسمی توګه ترسره شو.
همداراز پدې مراسمو کې د جاپان سفارت يو شمير چارواکو، د افغانستان د پارلمان ځيني غړو او يو شمير د روغتيا پراختيايی شرکاوو هم ګډون درلود.
د افغان- جاپان د ساري ناروغيو روغتون د جاپان په مالي مرسته د ۲۷ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت رغول شوی دی. دغه روغتون د ۸۰ بستره په لرلو سره، د توبرکلوز، ملاريا، اچ آی وی/ ایدز په برخو کې او همداشان لابراتوار په برخه کې د تکنالوژی د تشخیصه امکاناتو سره، لکه د اکسری مشاین او ورته نور لازم خدمات وړاندې کوي.

په افغانستان کې، ساري ناروغۍ مړينې له اسبابو څخه شميرل کيږي، په تيره بيا توبرکلوز تر دي دمه د يوه جدي تهديد په توګه پاتې دی. افغانستان یو له ۲۲ هيوادونو څخه دی چې په ډیره بده توګه له توبرکلوز څخه اغیزمنه شوی ده. تخمين کيږي چې په کال کې ۷۰ زره توبرکلوز نوې پيښې رامنځته کيږي چې د ۲۰ زره کسانو د تلف کيدو لامل ګرځي.

په وروستيو کلونو کې د درملوپه وړاندې د مقاوم توبرکلوز ناروغانو شمیر طبيبانو د نامناسب نسخو له امله او يا د ناروغ لخوا د درملنې بهير د پريښودلو له کبله زيات شوی دی.

د درملو په وړاندې د مقاوم(MDR) په خاطر، د توبرکلوز درملنې موده اوږده کيږي او د يوه ځانګړي درملنې ته اړتيا لري. د افغان-جاپان دغه روغتون په هيواد کې يواځنۍ مرکز دی چې د مقاوم توبرکلوز ناروغان په ځانګړي خونو کې بستري کوي او هغوی د روغتيايي څارنې روزل شوي پرسونل تر مستقیمې څارنې لاندې تداوي کيږي.

جاپان د ۱۹۷۴ کال راپدې خوا د جايکا ادارې له لارې په دوامداره توګه د توبرکلوز ملي پروګرام سره کار کوي او د روغتيا نړيوالې ادارې او د ګلوبل فنډ د نږدې په همکارۍ، د عامې روغتيا وزارت او سيمييزو روغتونونو د روغتيايي پرسونل د ظرفيت لوړولو په برخه کې همکاري کوي.

د افغانستان دعامې روغتيا وزيرې ډاکټرې ثریا دلیل پدې مراسمو کې څرګند کړ چې ساري ناروغۍ د افغانانو لپاره يو لوی ګواښ دی. دغه روغتون د توبرکلوز د مقاومو پيښو، د ملاريا د اختلالاتو، او اچ آی وی/ ایدز لپاره لازم تسهیلات په هیواد کې چمتو کوي. مونږ پدې برخ کې د جاپان هواد دهمکاريو له امله مننه او درناوۍ کوو.
همداراز پدې مراسمو کې ښاغلي "ماکینو" هيله وښوده چې دغه روغتون پدې هيواد کې د طبی خدمتونو او روغتيا لپاره يو ښه بڼسټ وي، پدې ډول چې يو ښه بڼسټ يې د ساري نارو غيو سره په مبارزه کې ايښودلی وي. چاپان په خپلو ژمنو ولاړ دی څو د افغانسان حکومت او نړيوالې ټولنې په نږدې همکاری سره د یو آرامه او سوکاله افغانستان لپاره، مرسته وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaeana.49ne61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته