دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 151530
لویه جرګه؛ د نویو مشکلاتو لپاره پخوانی حل لاره

 

 

د سنا مجلس مشر د حامد کرزی؛ هیواد پخوانۍ ولسمشر خبرو په وړاندی چی سنتی لویه جرګه رامنځته کیدنی پیشنهاد په وړاندی وایی چی د لویی جرګی رامنځته کیدنه د هیواد اوسنۍ شرایطو سره مناسب نه دی.

فضل هادی مسلمیار وویل: د لویی جرګی جوړیدنه په اوسنیو شرایطو کی مناسب نه دی او د لویی جرګی رامنځته کیدنه نتیجه هم نه ورکوی.

هغه زیاته کړه: د لویی جرګه جوړیدنه به هغه وخت د هیواد په خیر باندی تمام سی چی د ولسوالیو شوراګانو انتخابات او ټاکنې رامنځته سی ترڅو لویی جرګی شرایط برابر سی.

د هغه په وینا، که حامد کرزی غواړی چی لویه جرګه جوړه سی، باید هغه خپل دلایل او آجندا د حکومت سره شریکه کړی او ښه دادی چی لویه جرګه د حکومت له لوری جوړ سی.

په دی حال کی، د سنا مجلس ځینی غړۍ د مشورتی لویی جرګه رامنځته کولو سره توافق کړی دی.

لویه جرګه د افغانستان په اساسی قانون کی د خلګو اراده لویه مظهر او شکاره کوونکی دی؛ خو په آخیرو کلونو کی د دولتمردانو عملکرد ددی سبب سوی دی ترڅو هغه څه چی په اساسی قانون کی راغلی دی او په عمل کی هغه څه چی رامنځته کیږی ډیر توپیرونه پکښی شتون لری.

د افغانستان رسمی تاریخ په اساس، جرګه یو پشتونوالی سنتی رسم دی چی د افغانستان سیاسی برخلیک باندی غالب قومیت استیلا او قدرت او یو بعدی سیاست سره، افغانستان سیاست جریان ته داخل سوی دی او د یو لوی ملی تصمیم نیونی او د افغانستان خلګو څخه نمایندګی په حیث، بیله دی چی غړۍ یی د دموکراتیک مجاری فلترونو څخه لکه انتخابات، ټول پوښتنه او رفراندوم او... تیروسوی وی د افغانستان حقوقی ساز او کار کی ځای خلاص کړی دی.

د جرګه غړۍ هم غالبآ پادشانو پوری منصوب وو او هغوی د سیمه ایز حاکمیت څخه په ګټه اخیستنه او ځینی عناصرو لکه سپین ږیری توب، ټولنیز نفوذ، خاندانی اعتبار او مذهبی ظاهر قبول او... په اساس خپل نظر وړ کسان جرګه لپاره انتخاب کړی دی.

په دی حال کی د اوسنۍ اداری شکل نیونی سره چی هیله وه چی د مدرن او دموکراتیک حکومت او سیاست په اساس وی، داسی پیش بینی کیدله چی جرګه د یو بد آلترناتیو په شان د انتخاباتی نهادونو لپاره د سیاست او قدرت ساز او کار څخه لیری پریښودل سی او په دی اساس، د ټولوخلګو مستقیم تصمیم نیونی ته لاره په ملی لوی تصمیم ګیرو کی همواره سی؛ غافل ددی څخه چی ښاغلی کرزی هم قندهاری قومی عقبه لری، د هغه لپاره سخت وو چی یو بارز او پر قدرت سنت نماد نادیده ونیسی او د هغه ځای د مدرن مکانیزمونو سره بدل کړی.

هغه حتی که غوښتل هم داسی کار یی نه سوای کولای.

ددی جرګی ډیر غړۍ سپین ږیری، خاندانی خانان، قومی او سیمه ایز مشهوره کسان تشکیلوی او په دی منځ کی سیاسی زده کړه او پوهه او قدرت تجزیه او مسایلو علمی تحلیل، ملاک او اساس نه دی.

https://avapress.com/vdcae6n6w49nmm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته