دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 150784
عظیمي: د کاسا ۱۰۰۰ په غونډه کې په برمختګ، پلانونو او همغږۍ بحث شوی

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په غونډه کې د دغې پروژې په پرمختګونو، راتلونکو پلانونو او همغږۍ خبرې شوې دي.

د دغه وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه غونډه پرون یکشنبه په دوبۍ کې د افغانستان په کوربه توب جوړه شوې وه چې په کې د افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او پاکستان د اوبو او انرژۍ وزیرانو ګډون کړی و.

نوموړی وايي، افغانستان چمتو دی چې د دغې پروژې عملي کارونه پیل کړي، خو په خبره یې چې د دغې پروژې اړوند کارونه د نورو هېوادونو کارونو پورې تړلي دي.

ښاغلی عظیمي وايي، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د عملي چارو تړون به ډېر ژر لاسلیک شی.

افغانستان به د د دغې پروژې له برېښنا څخه د ګټې اخېستنې تر څنګ، هر کال کې ۴۵ میلیونه ډالره د برېښنا د ټرانزیټ له پلوه هم عاید ولري.

ټاکل شوې چې د کاسا زر پروژې له لارې، له تاجکستان او قرغزستان نه افغانستان او پاکستان ته ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا انتقال شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaawn6y49nm01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته