دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 140983
د ننګرهار د داعش پرضد شوی اقدام د بهرنیو ځواکونو پخوانی تصمیم وه
د ننګرهارولایت د اچین ولسوالۍ د داعش پرضد شوی اقدام د بهرنیو ځواکونو پخوانی تصمیم و او له افغان حکومت سره په همغږۍ کې ترسره شول.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، جنرال نیکلسن پرون کابل کې یوې خبري ناستې رسنیو ټه وویل، په ننګرهارکې د امریکا دغیراټومي ستربمي برید موخه د داعش ډلې د پټن‎ځای د له منځه وړلو لپاره وه.
د یاد وړدی، چی د پنجشنبې شپي پر۰۷:۳۰ دقیقو د امریکا د ملي پوځ له خوا ستر غیر اټومي بم یې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په مهمند دره کې د داعشیانو په اډو او سمڅو کار واخیست.
ښاغلي نیکلسن ویلی، داعش دغې ولسوالۍ کې ټونلونه ایستلي او مواضع یې قوي کړې وې څو له افغان او امریکايي ځواکونوڅخه خوندي وي.
نېکلسون وایی، نړۍ باید افغانستان ته پاملرنه وکړي، او په افغانستان کې د څو ترهګرو ډلو په وړاندې مبار زه وکړي.
هغه زیاتیوی، موږ په افغانستان او پاکستان کې د کابو شلو ترهګرو ډلو د فعالیت شاهد یو، کله دا ډلې له یو بل سره همکاري کوي خو په دې اړه اندېښنه لرو.
راپورونه وايي، چې د داعش ډله اوس د ننګرهار او کونړ په ولایتونو لیدل شوې ده.
په افغانستان کې د غوڅ ماموریت او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ کې د داعش پرضد کوم اقدام شوی، پرځای او لازمي اقدام دی.
د امریکا حکومت دا هم رسنیو ټه ویلی، په تخمیني توګه د ننګرهار په ولایت کې د داعش شاوخوا ۷۰۰ موجود دي خو افغانستان حکومت وای، چې په ننګرهار او کنړ ولایتونو د دغې ډلې د جنګیالیو شمېر شاوخوا۱۵۰۰ ته رسېږي.
افغان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری په دی اړه ویلی، موږ څلور ځله ځمکني عملیات ترسره کړل او زموږ امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله لرله، خو هغوی سیمې کې ماینونه اېښي وو او د هغو د له منځه وړلو لپاره یې له دغې جنګي وسلې څخه کار واخیست.
د ولسمشرۍ محمد اشرف غنی ماڼۍ د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي هم ویلی، د ځینو سیاسي ډلو په ځواب کې باید ووایم چې له دغه برید څخه موخه د هغو کسانو د وینې غچ وه چې د خپلې کورنۍ غړي یې د دغو ډلو د بریدونو په پایله کې له لاسه ورکړي دي او خلکو ته د حکومت ژمنه دا وه چې د هغوی غچ اخلي.
https://avapress.com/vdcaawn6e49nyo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته