دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 150883
د پاکستان د ISI او ترهګرو ترمنځ د اړیکو په اړه د امریکا پوځ مشر څرګندونې

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال جوسف ډنفورډ تائید کړه چې د پاکستان پوځ د استخباراتي ادارې (آی اس آی) له ترهګرو سره اړیکې لري.

جنرال ډنفورډ په دې اړه تیره ورځ د امریکا سنا د وسله وال پوځ کمیټې غړیو ته وویل، چې «ما لپاره رښانه ده چې آی اس آی له ترهګرو سره اړیکې لري.»

خو د پاکستان حکومت او پوځ چارواکي تر اوس په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي تل ادعا کوي چې په هېواد کې روانه تاوتریخوالې پر افغانستان د ټپل شوي جنګ سره ریښې لري چې د پاکستان له خوا پر مخ بیول کیږي.

چارواکي زیاتوي، چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو څخه چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي، ملاتړ کوي، پټنځايونه ورکوي، او د هغوي اکمالاتو په چارو کې مرستې کوي، په خاصه توګه له حقاني شبکې سره چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان په قابایلي سیمو کې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

د امریکامتحده ایالاتوو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تیره میاشت وویل چې پاکستان اکثراً ترهګرو ډلو ته پټځایونه ورکوي او خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

نوموړې خبرداری ورکړ چې امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي سره له دې چې واشنګټن له پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته کړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaawn6e49nma1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته