دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۰۲
د مطلب کود : 156481
بدخشان کې لسګونه بهرني وسله‌وال راټول شوي

د بدخشان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې له ازبکستان، تاجکستان او پاکستان څخه راغلو لسګونو جنګیالیو د دغه ولایت امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري امریکا غږ آشنا ته وویل، دغه شمیر بهرني جنګیالي د دولت ضد تحرکاتو سربیره په بدخشان ولایت کې وسله‌والو طالبانو ته روزنه هم ورکوي.

هغه وویل "له دوو کلونو راهیسې وسله‌وال طالبان په وردوج ولسوالۍ باندې کنټرول لري او شاوخوا ۲۵۰ بهرني تروریستان دلته (بدخشان کې) شته، ټول فعالیتونه یې له همدې ځای څخه پلان کیږي.

د بدخشان د والي ویاند زیاته کړه، دغه تروریستان له مخدره موادو څخه د ترلاسه شویو پيسو له لارې تمویلیږي.

د افغانستان په شمال ختیځ او شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د عامه چارو مرستیال نصرت‌الله جمشیدي امریکا غږ ته وویل، چې په بدخشان ولایت کې د بهرنیو جنګیالیو شمیر له ۲۵۰ څخه نیولې تر ۳۵۰ کسانو رسیږي.

خو هغه زیاته کړه، چې د دغو ډلو د ځپلو لپاره په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې زیاتوالی راغلی "موږ د بدخشان په ټولو برخو کې چاڼیز عملیات لرو، خو دوه ولسوالۍ وردوج او یمګان تر ګواښ لاندې دي او هلته طالبان د کلابندۍ په حال کې دي، موږ د طالبانو او بهرنیو تروریستانو د ځپلو لپاره د خپلو کمانډویانو او هوايي بریدونو ته شدت ورکړی".

د ښاغلي جمشیدي پر وینا، د همدغو عملیاتو په لړ کې د بدخشان د جرم ولسوالۍ په خستک سیمه کې ۱۵ تاجکي جنګیالي وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.

خو د بدخشان د ولایتي شورا رئيس شیر صمیم امریکا غږ ته وویل، چې د دغه ولایت په څوو ولسوالیو کې امنیتي ګواښونه شته دي.

هغه وویل "لس ولسوالۍ اوسمهال د طالبانو تر ګواښ لاندې دي او دوه ولسوالۍ په بشپړ ډول سقوط دي، راغستان او کوهستان پنځوس فیصده د طالبانو په لاس کې دي، په بهارک او یفتل کې د تروریستانو حضور شاوخوا شپیته فیصده دی، د جرم ولسوالۍ د مخالفینو په واک کې ده. عملیات په سمه توګه نه دي ترسره شوي".

په همدې حال کې د بدخشان ولایت اوسیدونکي انديښنه لري، چې د موسم په ګرمیدو سره به ښايي د دغه ولایت د لویدیځې څنډې په پنځو ولسوالیو کې د طالبانو فعالیتونه لا زیات شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaain6649nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته