دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۴۱
د مطلب کود : 143287
احمد ایشچي: دوستم په غیررسمي توګه ترکیې ته تبعید شوی
په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ترکیې ته د جنرال دوستم سفر د هغه د درمنلې لپاره بولي خو احمد ایشچي وايي د ولسمشر لومړی مرستیال به غیررسمي توګه تبعید شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د افغانستان د ملي جنبش پخوانی مرستیال احمد ایشچي، چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یې په جنسي ځورونې تورن کړی وايي چې د ولسمشر لومړی مرستیال په غیررسمي توګه ترکیې ته تبعید شوی دی.
هغه زیاته کړه:«دولت هم د هغو ملاحظاتو په پام کې نیولو سره چې وو، چې خدای مه کړه کومه پېښه او ننګونه رامنځته نه‎شي،او دغه دوسیه په نورماله توګه وڅېړل شي او عدالت ټینګ شي،دا (یعنې جنرال دوستم)یعنې په غیررسمي توګه تبعید شوی دی.»
له دغو ټولو سره سره د ولسمشر د مرستیال ویاند دا ادعا ردوي او ټینګار کوي چې جنرال دوستم به تر راتلونکو درېیو اوونیو هېواد ته راستون شي.هغه په دې اړه ټول تورونه بې بنسټه بولي.
د عبدالرشید دوستم ویاند بشیر احمد ته‎ینج وویل:«د افغانستان د خلکو لپاره، دا ډاډ ورکوم چې په دې اړه هېڅ ډول اندېښنه ونه لري؛ مرستیال صاحب د افغانستان د منتخب اسلامي جمهوري مرستیال په توګه په راتلونکو اوونیو کې د افغانستان د خلکو په خدمت کې به وي.»
که څه هم جنرال عبدالرشید دوستم له څه مودې راهیسې خپل کاري دفتر ته د تلو اجازه نه درلوده خو د جمعې پر ماښام ترکیې ته لاړ.
په داسې حال کې چې د ارګ او جنرال دوستم د دفتر ترمنځ د تاوتریخجنو اړیکو راپورونه خپاره شوي دي، خو د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي چې ښاغلی دوستم د درملنې لپاره ترکیې ته تللی دی چې له درملنې وروسته به بیا ځلې هېواد ته راستانه شي.
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په دې اړه وویل:«په جریا ن کې یاست چې د ولسمشر لومړی مرستیال،په عدلي او قضايي برخه کې یوه دوسیه هم لري او موږ هیله لرو چې د دې برخلیک هم څرګند شي، او اوس چې د درمنلې لپاره ترکیې ته تللی او موږ ټول د هغه د روغتیا لپاره دعا کوو، هیله لرو چې ډېر ژر بېرته هېواد ته راستون شي.»
و موږ غوښتل چې پر احمد ایشچي د جنرال دوستم او د هغه د ساتونکو له خوا د جنسي ځورونې د تور د څرنګوالي په اړه د لویې څارنوالۍ نظر هم ترلاسه کړو،خو د دغه بنسټ ویاند خبرو ته حاضر نه شو.
https://avapress.com/vdcaaen6049nyu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته