دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 138283
داعش، د پاکستان پیاده نظام په افغانستان کی
نیکولسن: د پاکستان طالبان د داعش تر بیرغ لاندی په افغانستان کی جنګیږی.
جنرال جان نیکولسن، د ناتو او امریکایی ځواکونو عمومی قوماندان په افغانستان کی ویلی دی چی د داعش تروریستی ډلی لویه برخه په افغانستان کی د پاکستان تحریک طالبان تشکیلوی.
جنرال نیکولسن همدارنګه ویلی دی: د پاکستان طالبان د داعش تر بیرغ لاندی د ننګرهار په یوولسو ولسوالیو کی پراخ حضور لری او داعش نظامی تجهیزوی.
د ښاغلی نیکولسن په وینا، د پاکستان طالبانو تحریک خپل تروریستان د پاکستان- افغانستان مرزونو څخه تیروی او د داعشی په عنوان په ننګرهار په ولایت کی مستقروی.
صدیق صدیقی، د داخلی چارو ویاند وویل: موږ ډیر زیان د هغه امن پناهګاه څخه وینو چی په پاکستان کی هراس افګنان لری. د طالبانو، القاعده، داعش او هراس افګنی فعالیت په پاکستان کی، د افغانستان لپاره اصلی مشکل دی.
د ښاغلی صدیقی په وینا، پاکستان باید دی ډلو ته متوجه وی او پرینږدی د خاوری څخه یی د منطقی د ناامنولو لپاره ګټه واخیستل سی.
څو میاشتی مخکی محمد حنیف اتمر، د افغانستان ملی امنیت مشاور ویلی وو چی د داعش ډلی ۸۰ سلنه د هیواد په ختیځ کی د پاکستان اوسیدونکی دی.
د امنیتی مسایلو کارپوهان هم وایی چی په افغانستان کی د داعش ډلی رامنځته کیدنه او پراختیا کی د پاکستان لاس هم روشانه دی. د هغوی په باور، دا حقیقت هم بادی د یاده ونه باسو چی د پاکستان جاسوسی سازمان هم د طالبانو د رامنځته کولو او پراختیا په شان، یواځی نه دی؛ بلکه نور سازمانونه او استخباراتی رژیمونه او منطقه ای هیوادونه په دی برخه کی د پاکستان سره مرسته کوی.
اخیرا ملا عبدالمنان نیازی؛ د طالبانو د پیژندل سوی مشرانو څخه، مدعی سوی دی چی سعودی عربستان، په افغانستان کی د خپل سلطی د پراختیا په هڅه کی دی او په دی برخه کی د داعش څخه ګټه اخلی.
د طالبانو ددی ارشد غړۍ د ادعاوو په اساس، عربستان د طالبانو څخه هم غوښتی دی چی د داعش سره په یوځای کیدو سره ددی ډلی د قدرت د پراختیا زمینه برابره کړی؛ خو ظاهرآ دا غوشتنه د طالبانو د مشرانو له خوا رد سوی دی او همدا کار د تروریزم ملاتړ کوونکی لکه پاکستان په دی باندی هڅولی دی چی د خپل خواکونو یعنی طالبانو د تحریک څخه ددی کار لپاره ګټه واخلی.
دی اخذ ته په کتو سره، کارپوهان د جنرال نیکلسون او حنیف اتمر ادعاوو په قبلولو سره چی د داعش تروریستی ډلی ډیره برخه تحریک سوی پاکستانی طالبان تشکیلوی، ټینګار کوی چی دا کار، د تروریزم د بین المللی ملاتړ کوونکو د همپیمانی نتیجه، داعش دی.
د پاکستان په اړه چی داعش د اسلام آباد رژیم د پیاده وو څخه په افغانستان کی دی، کارکردونه نور ګټی هم لری. دهغه کارکردونو څخه یو هم دادی چی دا کارکردونه د پاکستانی طالبانو تحریک هغه خطر څخه مخنیوی کوی چی د پاکستان لی امنیت ته ځیر دی.
په آخرو کلو کی، څو لوی تروریستی بریدونه په پاکستان کی ترسره سوی دی چی اسلام آباد وایی په دی بریدونو پوری مربوط تروریستان د پاکستان د تحریک سوو طالبانو څخه دی چی د افغانستان په غرونو کی پټ دی چی د ځینو حلقاتو له خوا چی په افغانستان کی دی د پاکستان په وړاندی ځینی ګټه اخیستل کیږی. خو افغانستان څو ځلی دا اتهامات رد کړی دی او وایی چی پاکستان په دی ډول سره غواړی خپل مسئولیت د تروریزم په ملاتړ کی کم کړی او هڅه وکړی چی بین المللی فشارونه پرځان کم کړی.
په دی حال کی، د پاکستان تحریک طالبانو کاربری بدلون او دهغوی څخه ګټه اخیستنه په افغانستان کی د داعش د نفوذ او قدرت د پراختیا په خاطر، هم کولای سی هم د پاکستان انديښنی د طالبانو د فعالیتونو د ناحیی څخه لږ کړی او هم کولای سی نوی او قدرتمنده وسیله د اسلام آباد تروریست پروره رژیم او نور منطقه ای ملاتړ کوونکو ته یی لکه سعودی عربستان او... ته په لاس ورکړی او په دی ترتیب سره، داعش تروریستی ډله خپل قدرت او پراختیا ته په افغانستان کی ډیروالی راولی.
په دی منځ کی، د پوهانو په باور، ددی پوهه چی په افغانستان کی د پاکستان طالبانو تحریک د داعش په برخه کی د پاکستان او عربستان او... په ګټه کار کوی، لوی مسئولیت و افغانستان ته او د افغانستان خارجی ملاتړکوونکو ته پیدا کوی چی پر پاکستان باندی فشار ډیر کړی او نوی لاره د تروریزم د منځه وړلو او مبارزی لپاره ولټوی.
https://avapress.com/vdcaaan6e49neu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته