دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 122019
پرنظامي توب، ددېپلماسۍ غلبه / پرمهاجرینو دایران دتحریمونودلېرې کولومثبتې نښې
ترهغه وروسته چې د اتومي انرژۍ د بین المللي اژانس عمومي مدیر، دمرغومي (جدي) د میاشتې په (۲۶مه)دشنبې په ماښامـ اعلان وکړچې ایران، «برجامـ» داجراء کولو دپېل لپاره ټول ګامونه اوچت کړي دي، د ایران دبهرنیو چارو وزیر«محمد جواد ظریف» اوداروپا د اتحاديې د بهرني سیاست مسؤل « فدریکاموګریني» اعلان کړل چې له « برجامـ » سره برابراو څواړخیز ټول مالي اوملي اقتصادي تحریمونه، دایران له هسته اي پلان سره برابر، پورته شول.

د امریکا دبهرنیو چارو وزیر«جان کري» همـ، د اژانس د رپوټ په استقبال وویل: مونږ نن يوځل بیا تا بته کړه چې د ېپلوماسي تل باید لومړنۍ تاکنه اوجګړه روستنۍ چاره وي!!!

د امریکا ولسمشر« بارک اوباما» د آژانس له خوا، د ایران دهسته ای اقداماتو تایید څود قیقې وروسته، د ایران د اقتصادي تحریمونو د لېرې کولو په اړوند، اجرايي دستورالعمل لاسلیک کړ. ددې تحریمونو لېرې کول، له هغې جملې څخه ، دایران دبند وشویو پېسو د سل ملیارد، دالروپه ازادولو سره پای ته رسېږي.

د امریکا د خزانه دارۍ وزارت همـ له (۴۰۰) څخه ډېر ایرانې شرکتونه، دخپلو تحریمونوله فهرست څخه وایستل.

کارپېژندونکي وايي چې د ایران پرضد، دظالمانه تحریمونه لېرې کول، د امریکا، دملګروملتو او داروپايي اتحاديې له خوا، د ایران، عمده ترین هدف، له لويد یځ سره دهسته اي توافق لاسلیک ؤ او د« برجامـ» د اجراء کولو دورځې په رارسېدلو سره، دغه مهمـ هدف، اوس کلک او استوار شوی دی.

دکتونکو په عقیده، ایران تردې وروسته، د بین المللي ټولنې دیو مهمـ غړي په توګه، کولای شي دمنځني ختیځ د مسایلو دحل او فصل حل او فصل په څېر، په سیمه کې دسولې او امنیت او له سیمه ایزو او بین المللي مرستو څخه ، له هغو ستونځو سره چې نړیوال ژوند، نظمـ او استقرار، تهدید وي، دمبارزې لپاره رول ولو بوي.

پدې برخه کې هسته اي توافق او دهغه اجرايي مراحلو ته دلاس رسۍ بهیر، د امریکا يي منطق پرستنې او د تهدیدونو او تحریمونو پر اتکا دنظامي توب لپاره د ایرانۍ هوښیارانه دپېلوماسۍ دغلبې یوه او چته نمونه وه.

پدې ترتیب سره، سمیه او نړۍ دیوې بلې امریکايي لیون تراجګړې څخه خلاصون وموند.

د ایران دد اخلي وضعیت لپاره همـ، د بین اللملي تحریمونو له منځه وړل به ، بې بدیل او استثنايي فرصتونه، دتولید، سود اګرۍ، اشتغال، دپانګې اچونې او سودټولونې، له نرۍ سره ارتباط، په ځان پسې ولري.

پدې منځ کې، یوله هغو اقشارو څخه چې د ایران ضد تحریمونو دلېرې کولو، له لارې به ګټند وی شي، هغه به په ایران کې مقیمـ افغانستاني کډوال وي.

هغه کډوال چې د ایران د رسمي شمیرنې پربنسټ ، دایران دکار دځواکونو په سلوکې دلسوپه شاوخوا تامینوي، د اقتصادي، تولیدي او سوداګریزو فعالیتونو تعلیق او تعطیلي ته په پاملرني سره، د برجامـ د اجراء کولو ترورځي پورې يې سختې ورځې ترشاپرېښودلې.

پدې حساب، په یوې معناسره، یوه له هغو ډلوڅخه چې دبرجامـ دجراء کولو د اوږدېدوله کبله يې په اقتصادی لحاظ، زیان ولید، هغه کډوال وو. اوس دکډوالو په ژوند کې دغوړیډنې د فصل او داقتصادي رونق پېل ته ټول شیونه، تیار او آماده دي.

کارګران هیلمن دي چې د ایران ضد تحریمونو په لېرې کولو سره، به دایران دکار بازارهمـ تریخوا ډېرفعال، پویا او پررونق شي او پدې ترتیب سره به په ایران کې درزګونو او سېدونکو افغانستانیانو لپاره دکارزمینه برابره شي!!!

له بلې خوا، داقتصادي چاروکتونکي وايي چې تردې پرته، د ایران داقتصادي، مالي او بانکي تحریمونو لېرې کېدل، کولای شي د ایران او افغانستان داړیکو په وړاندې همـ مثبت اغېزو کړي او دواړو لوریوته ډېرې ښې پایلې ولري.

افغانستان، دسیمې په کچه، دایران له خورا لویوګډونوالو څخه یو، دی.
ددواړو هېوادونو دسوداګریزومبادلو حجمـ، په کال کې له دوه نیمـ میلیارد، دالروڅخه لوړدی او تمه کېږي چې د ایران ضد تحریمونوپه لېرې کولو سره به ، ددوه ګاونډ یو هېوادو اقتصادي اړیکې همـ ، دیو عظیمـ او بې سابقې خیز شاهدوي.

که څه همـ چې دتحریمـ دګلونه په اوږ دوکې همـ افغانستان او ایران، دنورو ډېرو هېوادونو په نسبت يې پراخ اړیکې درلودل او دیوروایت پربنسټ، افغانستان پنځمـ هېوادؤ چې له ایران سره يې د دسوداګریزو مبادلو خورا ډېرحجمـ درلود، پدې حال سره، د اقتصادي مسایلو کار پېژندونکي وړاند وېينه کوي چې د ایران د اقتصادي، سرمایه ګذارۍ، کار، تولید اوسوداګرۍ ددرو ازوخلاصون به دنړۍ او د افغانستان د اقتصادي وضعیت پرمخ هم رغوونکی، مثبت او هراړ خیز اغېز پربږدي او له بلې خوا به دواړو ګاونډیوهېوادو ته امکان ورکړي څومشترکې اقتصادي طرحې لکه د«چابهار» دعظیمې او زېربنايي پروژې په څېر، له مالي او قانوني درنومحد و دیتونو څخه فارغ يې په کاراولارو اچوي اومخکې يې یوسي!!!

پدې حساب، د ظالمانه اقتصادي تحریمونو لېرې کول او د ایران ضد تحریمونو ددیوال ړنګول به له دوه لوریوڅخه، افغانستان ته ګټندوی او ثمربښوونکی وي: یو، په ایران کې دمیلیونو اوسېدونکو افغانستانیانو د ژوند او اومعیشیت په کاراچول، دوه یمـ، د ایران کې دمیلیونو اوسېدونکو افغانستانیانو د ژوند او او معشیت په کار اچول، دوه یمـ، د ایران او افغانستان دسوداګریزو، اقتصادي او پانګه اچونو داړېکو پراخیتا اوزمونږ د هېواد، دضد ایرانې اقتصادي محد ودیتونوله وضعي او جانبي پېروي کولو څخه ګټه اخیستل !!!!
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6un6o49nuw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته