دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 122613
افغان پوځي چارواکو د داعش په اړه د «CIA» راپورونه تأیید کړل
د افغانستان پوځي چارواکي د امریکا د استخباراتي چارواکو هغه راپورونه تأییدوي چې وايي اسلامي دولت ډله په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو لمن پراخه کړې ده.

له دې مخکې په راپورونو کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د مشر له قوله ویل شوي و چې د کانګرس په استماعیه غونډه کې یې ویلي چې داعش د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د خپل نفوذ پراخولو ته دوام ورکوي.

د وسله والو ځواکونو مرستیال لوی درستیز جنرال مراد علي مراد له آزادي راډیو سره په خبرو کې د «CIA» د مشر وینا تأیید کړه خو ویې ویل، افغان ځواکونه دا توان لري چې د داعش وسله والو ته د جګړې په ډګر کې ماته ورکړي.

ښاغلي مراد زیاته کړه:

"د داعش ځینې ډلې په هلمند، ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره نښتې کوي او هم د طالبانو له ځینو ډلو سره. دوی په دوو استقامتونو کې نه یوازې ریښې ځغلولي بلکې عملاً د دښمنۍ فعالیتونه ترسره کوي خو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد په ختیځ استقامت کې دوی ته درانه تلفات وراړولي دي."

د «CIA» مشر جان برېنان همداراز ویلي و چې داعش د طالبانو د ځینو جنګیالیو په استخدام سره خپلې لیکې پیاوړې کوي. برېنان په روانه اوونۍ کې ویلي چې داعش وکولای شول د طالبانو ناراضه وسله وال خپل لیکو ته جذب کړي.

د وسله وال پوځ مرستیال لوی درستیز جنرال مراد علي که څه هم وايي چې د افغانستان او سوریې داعش یوه مشرتابه لري خو د ده په دې نظر د افغانستان د داعش ډېری غړي ناراضه طالبان دي.

ښاغلي مراد وویل:

"د داعش له هغو ډلو سره چې په سوریه او عراق کې رامنځته شوي د دوی د اړیکو سیسټم او د ورته مشرتابه خبره تأییدوم خو په دوو مخالفو ډلو د طالبانو د وېشل کېدو مسئلې هم د دوی غړي او ګروپونه پیاوړي کړي دي."

د «CIA» مشر چې نږدې دوه میاشتې مخکې افغانستان ته تللی و، د سنا د استخباراتو د کمېټې په استماعیه غونډه کې یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، په افغانستان کې په رېښتیا هم دا اندېښنه ډېره جدي ده چې داعش د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ریښې ځغلولي او اوس د ځینو وسله والو او ترورېستانو لپاره چې له مخکې یې په افغانستان کې فعالیت کاوه په سیاله ډله بدله شوې ده.

د راپور له مخې د «CIA» مشر د القاعدې شبکې پر بیا فعالېدو هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې امریکا له دې کبله اندېښنه لري چې دا ډله د افغانستان او پاکستان تر منځ په قبایلي سیمو کې بیا فعاله شوې او ځکه لازمه ده چې په دې برخه کې د افغانستان، پاکستان او امریکا استخباراتي معلومات سره شریک کړي.

د سي آی اې مشر د افغانانو ستاینه وکړه، ویې ویل چې ډېر کلک او با حوصلې خلک دي. جان برېنان وویل، زرګونو افغانانو خپل ځانونه د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره قربان کړي دي او زیاته یې کړه چې امریکا غواړي د افغانستان له خلکو، د هغو له امنیتي او استخباراتي ادارو، پوځ او نورو دولتي موسسو سره ګډ کار ته دوام ورکړي.

ښاغلي برېنان یادونه وکړه چې افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او ځکه خو نوموړي له افغانستان سره په اقتصادي او پوځي برخو کې د بهرنیو مرستو پر اهمیت ټینګار وکړ خو ده دې ټکي ته هم اشاره وکړه چې ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله باید په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزو ته د حل لارې د موندلو خبره یقیني کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)
https://avapress.com/vdca6un6e49nui1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته