دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 69521
د هرات او فراه والیان وټاکل شول
تاند- د داوود شاه صبا له استعفا وروسته فضل الله وحیدي د هرات د والي په توګه ټاکل شوی دی. فضل الله وحیدي د کونړ والي و.

د افغانستان د ولسمشر د چارو د ادارې د مطبوعاتي دفتر له مالوماتو سره سم فضل الله وحیدي د سیمه ییزو اورګانونو د ادارې په وړاندیز او د ولسمشر په موافقه د هرات د نوي والي په توګه ګومارل شوی دی.
وحیدي وروسته له دې د هرات د والي په حیث معرفي شو چې داوود شاه صبا په یوه خبري غونډه کې د خپل ولایت په چارو کې د سیمه ییزو اورګانونو اداره په لاسوهنې تورنه کړه او د اعتراض په دود یې د ولایت له مقامه استعفا اعلان کړه.
د هرات خلک وايي چې داوود شاه صبا په تېرو دوولس کلونو کې لومړنی په کار پوه او تعلیم یافته والي و چې د دوی په ولایت کې ګومارل شوی و. تر ده مخکې تقریباً ټولو والیانو د قومندانۍ سابقه لرله.
پرون یو شمېر هراتیانو د والي په توګه د داوود شاه صبا د پاتې کېدو په ملاتړ کې مظاهره وکړه. دوی ویل چې د ښاغلي
صبا استعفا دې نه منل کېږي او د هرات د والي په توګه دې کار ته دوام ورکړي.
د ولسمشرۍ د چارو د ادارې له یوه بل خبر سره سم د اروزګان پخوانی والي محمد عمر شېرزاد د فراه د والي په توګه ټاکل شوی دی.
د فراه اوسني والي اکرم خپلواک او د هرات د مستعفي والي داوود شاه صبا ته د کومې بلې دندې د سپارلو په اړه څه نه دي ویل شوي.
فراه یو له هغو ناکرارو ولایتونو څخه دی چې والیان یې ژر ژر بدلېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6mni.49nou1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته